د ایکو سازمان د څلورم نندارتون جوړیدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د ایکو سازمان د څلورم نندارتون جوړیدو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د افغانستان د خونو فدراسیون، د سوداګرۍ او پانګونې، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو او د زراعت او مالدارۍ خونو استازو په ګډون، په کابل کې د ایکو سازمان د څلورم کنفرانس د جوړیدو په اړه د جمهوري ریاست عالي مقام د هدایت تحقق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
د پانګونې اسانتیا واحد رییس عطاالله نصیب د ایکو سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پیاوړتیا په اړه د جلالتمآب جمهور ريیس لیدلوري په اړه خبرې وکړې.
له دې سره د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال په کابل کې د ایکو سازمان نندارتون جوړیدو د عملیاتي، لوژستیکي او مالي امکاناتو چمتووالي په اړه معلومات شریک کړل.
دغه راز د نندارتون اقتصادي او سیاسي اهمیت په نظر کې نیولو سره د ایکو سازمان د غړو هېوادونو د سوداګرو، صنعتکارانو او چارواکو د پراخ حضور لپاره د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ټینګار وشو.
پرېکړه وشوه، چې نندارتون به د روان کال اګست میاشت په کابل کې جوړشي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت به د سوداګرۍ او صنایعو خونو سره په همغږۍ د نندارتون لپاره له تخصیص شوې بودجې عملیاتي او لوژستیکي چارې تنظیموي او د بهرنیو چارو وزارت به د نندارتون بهرنیو ګډونوالو لپاره د ویزې اسانتیا رامنځته کوي.