د اسلامي امارت د کابینې ۳۶مه غونډه ترسره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۳۶مه غونډه د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ (دوشنبه/غبرګولي ۱۶مه) دایره شوه. د غونډې پیل د قرآن کریم په مبارکو ایاتونو وشو او ورپسې د اجنډا پر اساس په مختلفو موضوعاتو بحثونه او پرېکړې وشوې.
غونډه کې د مخدره توکو د جرمونو په تور د ضبط شویو بې اسنادو موټرونو اړوند، د ټرانسپورټي ستونزو او دغه راز نورو موضوعاتو اړوند بحثونه را ټول وو.
کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارل شوې چې د مخدره توکو د جرمونو په تور د ضبط شويو بې اسنادو موټرونو موضوع د مخدره توکو ځانګړې محکمې ته وسپاري، چې هغوی يې له شرعي څيړنې وروسته په اړه اصولي کړنې ترسره کړي.
همدارنګه د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ د ټرانسپورټۍ ستونزو د حل کمیسیون ته دنده سپارل شوې، چې د ترافیکو لوی ریاست د استازیو په ګډون د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جواز سیر درلودونکو موټرو ستونزه وڅېړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه هره دوشنبه، د ښاغلي رئیس الوزراء‌ تر مشرۍ لاندې ترسره کېږي، چې دغه غونډه هم د اجنډا پر موضوع ګانو له بحث وروسته په دعا پای ته ورسېده.