له دې وروسته د ملي دفاع وزارت د پوځي روزنو او تحصیلي مرکزونو او معسکرتو مدد معاش له ملي عوايدو ورکول کیږي


په همدې موخه د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال په مشرۍ او د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پالیسۍ مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د ملي دفاع وزارت د تعلیم، تربیې او دکترین قوماندان عبدالجبار صدیقي او مالیې وزارت د نړیوالو اړیکو رییس نصرت الله محمود په حضور کې غونډه وشوه.
دغه هیئت ته د ا.ا.ا د اداري کميسيون له لوري د ١٤٤٣ ه ق کال د ذوالقعدې د درېمې نېټې د پرېکړې په اساس دنده سپارل شوې وه، چې د ملي دفاع وزارت د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو زده‌کوونکو او معسکراتو د مدد معاش د نورم لپاره طرحه ترتیب او د اداري کميسيون تایید لپاره یې وړاندې کړي.
پخوا به د نظامي روزنیزو او تحصیلي مرکزونو زده‌کوونکو ته د اعاشې، لیلیې او نورو مصارفو ترڅنګ د سیسټیکا په نوم یوې بهرنۍ موسسې له لوري یو اندازه میاشتنې معاش ورکول کیده، چې هغوی له مالیې وزارت سره ښه همغږي نلرله.
په دغه غونډه کې د نظامي مرکزونو زده‌کوونکو د مدد معاش پخوانی نورم له لږ تغییر سره تایید شو، چې له دې وروسته به د مالیې وزارت له خوا ورکول کیږي.
له ډېرو کلونو وروسته دا یو کمساری ګام دی، چې د افغانستان د ملي دفاع وزارت اړوند پوځي محصلینو او معسکراتو مدد معاش له داخلي عوايدو ورکول شي.