د چارو ادارې لوی رئیس: د استخدام لپاره اهلیت او وړتیا د اسلامي امارت پالیسي ده

 

د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي وايي، د افغانستان اسلامي امارت د افرادو د استخدام لپاره دا پالیسي لري چې پر وړتیا او اهلیت ټینګار وشي او پروسه بشپړه شفافه وي.

نوموړي دا څرګندونې په هغه کنفرانس کې وکړي چې د پوهنې وزارت له لوري د ښوونکو او اداري پنځم او شپږم بستونو د اعلان په مناسبت د حکومت د رسنیو مرکز په تالار کې برابر شوی و.

د قرآن کریم له تلاوت وروسته د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي بسم الله نعماني د یادو بستونو اړوند عمومي معلومات وړاندې کړل او په وینا يي په ۷۲۵۲ بستونو کې ۱۵۵۱ يي د ښځينه‌و لپاره ځانګړي شوي دي.

د چارو ادارې لوی رئیس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي  امارت په پوره توان دښوونې او روزنې او په ټوله کې د پوهنې په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.

نوموړي زیاته کړه، په نویو تشکیلاتو کې د ښوونکو په برخه کې د ۱۶زره بستونو اضافه کول دا ثابتوي چې موږ ته د پوهنې بهیر لومړيتوب لري.

ښاغلي احمدي وویل، چې د حکومتولۍ د ډيجیټلي کولو اړوند ګامونه لا هم چټک شوي دي، او د کمپیوټري سیسټم پر مټ د تحریري آزموینې ترسره کول له یوې خوا د ګمارنې په بهیر کې شفافیت رامنځته کوي او له بلې خوا د اسلامي امارت د موجوده پالیسیو له مخې په هېواد کې د دیجیټلي حکومتولۍ لړۍ لا ګړنډۍ کوي.

نوموړي د پوهنې په برخه کې د راتلونکو اقداماتو اړوند وویل، د معلوماتو له مخې تر ۶۰ زره زیاتو کسانو د هېواد په ختیځ او لویدیځ (۸) اته ولایتونو کې اعلان شویو بستونو ته خپل غوښتنلیکونه وړاندې کړي، چې فعلا یې د شارت لست جريان مخ پر بشپړېدو دی او ډېر ژر به په شرایط برابر کاندیدانو څخه د ملي آزموینې محترمې ادارې لخوا آزموینه واخیستل شي.

په دې کنفرانس کې د پوهنې وزات د کیفیت د تضمین معین مولوي عبدالخالق صادق، د استخدام رئیس مولوي بسم الله نعماني او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رئیس مولوي عبدالحنان عارف الله او د آزموینو ملي ادارې رئیس پوهاند عبدالقدیر خاموش هم برخه اخیستې وه، چې د دې بستونو د اعلان اړوند يي د شفافیت، روڼتیا او ژمنتیا ډاډ ورکړ.