د چارو اداره: د قوشتېپې کانال ته ځانګړې شوې بوديجه باید پر وخت ورسېږي او کارونه چټک شي

د چارو ادارې لوی رئیس وايي د قوشتېپې کانال ته ځانګړې شوې بودیجې د لګښت او د دې پروژې د چارو د لا چټکېدو لپاره د څار کمېټه جوړېږي.
په همدې تړاو د چارو ادارې د غونډو په تالار کې د همدې ادارې د لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي تر مشرۍ لاندې د چارو ادارې د انسجام مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش په ګډون جلسه دایره شوه.
د قرآن کریم د ایاتونو له تلاوت وروسته ښاغلي احمدي زیاته کړه د دې کانال لپاره د منظورې شوې بودیجې پر خپل وخت رسېدو، مناسب لګښت او د چارو د چټکېدو لپاره سره را ټول شوي، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به زرګونه جریبه ځمکه خړوب شي.
په دې جلسه کې د ملي پراختیا شرکت عمومي رئیس عبدالرحمن عطاش د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه د دې پروژې په تطبیق سره به د هېوادوالو هیلې پوره او هېواد به د ځان بساینې په لور مهم ګام واخلي.
په یاده جلسه کې پرېکړه وشوه چې باید لوړپوړي څارندویه کمېټه جوړه شي چې وخت پر وخت له پروسې نظارت وکړي او مشرتابه ته د فعالیتونو راپورونه هم ورکړي.
ښاغلي عطاش یادونه وکړه چې دا ډول نظارت د یادې پروژې لپاره خورا مهم دی.
جلسه چې په دعایه پای ته ورسېده، د چارو ادارې جوړه شوې وه.