د افغان ټلیکام د ۱۵ وړاندیز شویو پروژو اړوند څېړنه وشوه

 

د چارو ادارې د غونډو په تالار کې د افغان ټلیکام له لوري د ۱۵ وړاندیز شویو پروژو او د سلام مخابراتي شبکې د ځينو ستونزو د څېړلو اړوند غونډه وشوه.د قرآن کریم له تلاوت وروسته د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی رئيس مولوی احمد جان احمدي وویل، خلکو ته د غوره او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو په موخه اړینه ده چې د افغان ټیلیکام وړاندیزونه وڅیړل شي او د شته مالي امکاناتو له مخې د دغې شبکې د ستونزو د حل لپاره اقدام وشي.
دا غونډه چې د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي تر څنګ پکې د مخابراتو، مالیې، اقتصاد، تجارت وزارتونو، افغان تلیکام او سلام مخابراتي شرکتونو استازو هم ګډون کړی و، پکې د افغان ټلیکام د ۱۵ وړاندیز شویو پروژو د څیړنې په موخه بحث او خبرې اترې وشوې.
په غونډه کې د افغان ټیلیکام مخابراتي شبکې مسوولینو د نوري فایبر د ظرفیت د لوړولو په موخه د ۱۵ پروژو د تشریح کولو او د سلام مخابراتي شبکې د ستونزو د بیانولو په ترڅ کې زیاته کړه؛ دوه بهرني خدماتي شرکتونه چمتو دي چې د دې شبکې ستونزې په مناسبه بیه حل، او اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
له بلې خوا د غونډې ګډونوالو د وړاندیز شویو پروژو د منلو تر څنګ پرېکړه وکړه چې د دې شرکت مسؤلین دې د پروژو د بیړنۍ اړتیا په پام کې نیولو سره مهم مسایل له یادو بهرنیو خدماتي شرکتونو سره شریک کړي او وروستی راپور دې د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.