د کابينې ۳۵مه غونډه؛ د نورو موضوعاتو تر څنګ پر «ولسي تړون» بحث

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې تېره ورځ د یو لړ نورو موضوعاتو تر څنګ د «ولسي تړون» پر برنامې هم بحث کړی او اقتصادي کمیسیون ته يي د دې برنامې د برخلیک ټاکلو اړوند د څېړنې دنده سپارلې ده.

دغه غونډه چې د ښاغلي رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ تېره ورځ دوشنبه (د شوال المکرم ۳۰مه/ غبرګولي ۹مه) د قرآن کریم په تلاوت پيل شوه، پکې له امنیتي او دفاعي صفونو د کم عمره ځوانانو د لرې کولو، د مخدره توکو د تنظیم کمېټې له لوري د طرحې د څېړنې، د ولسي تړون د برنامې اړوند د څېړنې او یو لړ نورو موضوعاتو بحث وشو.
د کابینې په دې ناسته کې د اجنډا پنځمه موضوع د ولسي تړون برنامې اړوند وه، چې پکې اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د دې برنامې د اوسني وضعیت او برخلیک ټاکلو ټول اړخونه له متخصصینو سره په غور وڅېړي او د تصمیم نیونې په موخه يي د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ اقتصادي کمیسیون ته د دوو اونیو په اوږدو کې دا دنده هم سپارل شوې، چې د مېوو او کرنیزو حاصلاتو د ساتنې په موخه د سړوخونو جوړولو او کورني او بهرني خصوصي سکتور ته يې د سپارلو اړوند پر شرایطو او کړنلار بحث وکړي، طرحه جوړه کړي او د تصمیم نيونې لپاره يې د کابینې ناستې ته وړاندې کړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کابینې دغه غونډه په دعا پای ته ورسېده.