د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره: تر اوسه پورې ۱۱ اداري پروسې ساده شوې دي

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره وايي، تر اوسه پورې يې د اداري پروسې د ساده کولو په تطبیقي مرحله کې ټولې ۱۱ پروسې ساده کړې دي چې لا هم دوام لري.

په هغه خبري ناسته کې چې د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي، د لوړو زده کړو وزارت وزیر شیخ عبدالباقي حقاني، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزیر مولوي خلیل الرحمن حقاني، د کارو او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري معین دین محمد حق‌بین، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رئیس مولوي عبدالحنان - عارف الله - او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس مولوي غلام حیدر شهامت ګډون کړی و، د اداري پروسو د ساده کولو اړوند معلوماتو او په پای کې هوکړې شوې.

په همدې ګډه خبري ناسته کې د چارو ادارې لوی رئیس مولوي احمد جان احمدي وویل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو اداره د دې مسؤلیت لري چې د پالیسۍ د تطبیق او بشري سرچینو د چارو څارنه وکړي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، دا اداره د ملکي خدمتونو او اداري همکارۍ او همدارنګه د جوړښتونو، د پروسو د ساده کولو او ظرفیت لوړولو په برخه کې کلیدي رول لري.

په یاده ناسته کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې رئیس ښاغلي مولوي عبدالحنان - عارف الله - وویل، د کابینې له شوې پرېکړې سره سم د دوی اداره د اداري پروسو د ساده کولو لپاره ټینګه توجه کوي او تر اوسه پورې يې په بېلابېلو ادارو کې ګڼې پروسې ساده کړې دي.

ښاغلي - عارف الله - زیاته کړه، تر اوسه يې د هوکړه لیکونو پر اساس په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې اوه او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت کې څلور پروسې د ساده کولو په تطبیق لاس پورې کړی دی.

د هغه په خبره د ساده کولو د پروسې تطبیق به هغه وخت بریالی وي، چې هره دولتي اداره په روڼتیا او دقت سره خپل مسؤلیتونه ادا کړي.

په دې مراسمو کې چې د یادو وزارتونو وزیرانو هم له دې پروسې د ډاډ او ملاتړ څرګندونې وکړې او د چارو ادارې لوی ریاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت تر منځ د تطبیق لپاره هوکړه لاسلیک شوه.

دا مراسم چې د قرآن کریم په تلاوت پیل شوی و، د چارو ادارې لوی ریاست، د لوړو زده کړو وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ریاست تر منځ د کاري پروسو د ساده کولو د هوکړې په لاسلیک او دعا پای ته ورسېده.