کابل ښار کې د مستحقینو لپاره د بشردوستانه مرستو د توزیع د کړنلارې نهایي کولو په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ په کابل ښار کې د مستحقینو لپاره د بشردوستانه مرستو د توزیع د کړنلارې نهایي کولو د همغږۍ غونډه د ا.ا.ا چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له خوا د همدې ادارې د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
دغه غونډه د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ او د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ استازو په ګډون د کډوالو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د کابل ښار اړمنو کورنیو سره بشردوستانه مرستو سروې او عادلانه وېش په خاطر دواړو نهادونو د مشترکو هڅو او همغږۍ طرزالعمل نهایي کولو په موخه جوړه شوې وه.
په پیل کې شیخ الحدیث نورالحق انور وویل: دغه کړنلاره د نهادونو د کاري ساحو او مسوولیتونو په مشخص کولو کې مرسته کوي، تر څو د بشردوستانه مرستو توزیع کې ځنډ او وظیفوي تداخل رامنځته نشي.
دغه کړنلاره چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او کابل ښاروالۍ ترمنځ په کابل ښار کې د مستحقینو د تثبیت سروې او د دولتي ادارو او داخلي او بهرنيو غیرې دولتي موسسو د بشردوستانه مرستو وېش د دوامداره همکاريو او او تشریک مساعي په خاطر د ا.ا.ا د بشردوستانه مرستو د توزیع پالیسۍ په رڼا کې جوړه شوې ده، په غونډه کې د حاضرو ادارو د استازو له لوري تایید شوه.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.