په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د ګډې طرحې اړوند غونډه وشوه
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري د کورنيو چارو، عامې روغتیا، پوهنې او کار او ټولنيزو چارو وزارتونو د استازو حضور کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر کمښت موخه د فني او حرفوي زده کړو مشترکې طرحې د بحث په اړه غونډه وشوه.
غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو له تلاوت سره پېل شوه او په تعقیب یي د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رییس مولوي عبدالباقي منصور د اجنډا او د توحيد شوې طرحې د شالید په تړاو معلومات ورکړل.
دغه راز د کورنیو چارو، عامې روغتیا، کار او ټولنيزو چارو او پوهنې وزارتونو استازو په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې او د اعتیاد مخنیوي ګډې طرحې په هکله خپل نظرونه او وړانديزونه بیان کړل او د مشترکې طرحې د عملي کیدو لپاره د اړوندو وزارتونو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ ټینګار وشو.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د اړوندو وزارتونو د نظریاتو او وړانديزونو له درج کیدو وروسته طرحه ترتيب او چمتو شي او د تایید په موخه د افغانستان اسلامي امارت کابینې ته وړاندې شي.