د ا.ا.ا د چارو ادارې د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د ظرفیت لوړولو روزنیز پروګرام پرانستغونډه وشوه

غونډه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پيل شوه او په تعقیب یې د اجنډا مطابق ویناوالو خبرې وکړې.
په پېل کې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمیسیون مشر مولوي عبدالحنان د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست او هر اړخیزه وینا وکړه. نوموړي وویل: "لومړی بايد له ځان سره حساب وکړو، چې په کومه اندازه مو د الله تعالی اوامر پر ځای کړي دي. لازمي ده، چې فعلي نظام ته وفادار واوسو، د دې نعمت شکرانه ادا کړو، تر څو يې الله تعالی راته زيات کړي او ترې محروم نه شو."
مولوي عبدالحنان زیاته کړه، د ټولو ادارو کارکوونکو ته وايو چې له دې فرصت څخه اعظمي ګټه واخلي، د ملکي خدماتو انسټيټيوټ په پېل شوي پروګرام کې برخه واخلي، تر څو د ظرفيت په لوړولو سره وطن او ملت ته ښه خدمتونه ترسره کړي.
په دغه غونډه کې د ا.ا ا چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ د روزنیز پروګرام ګډونوالو ته د هر اړخیزې وینا په مهال وویل: "د هيواد د پرمختګ لپاره د علمي او مسلکي شخصيتونو اړتيا ده، له نيکه مرغه نن موږ داسې افتتاحيه غونډه کې راټول شوي يو چې غواړو د سالمې، وطن او ملت ته د ښه خدمت کوونکې ادارې لرلو لپاره خلک وروزو. د ملکي خدماتو ادارې دا فرصت راته برابر کړی دی چې اداري زده کړې وکړو. بايد په دې روزنيز پروګرام کې شرکت کول يو مسؤليت وګڼو او دلته د شته استادانو له استعدادونو څخه ګټه واخلو."
د چارو ادارې لوی رییس وویل، په راتلونکي کې هم پلان لرو، چې په دوامداره توګه داسې پروګرامونو ولرو.
ښاغلي احمدي په خپلو خبرو کې وویل، د دنيا هيوادونو د پردیو په مرستو نه، بلکې په خپلو مټو پرمختګ کړی، دلته شل کاله مرستې وشوې، خو هيواد مو هره برخه کې محتاج دی، د افغانستان اقتصاد کاذب اقتصاد و او د اشغال له ختمېدو سره بيرته پخواني حالت ته وګرځېد.
د چارو ادارې لوی رییس په غونډه کې د حاضرو ادارو او ریاستونو مسوولینو ته هم سپارښتنې او اصلاحي وینا وکړه.
ښاغلي احمدي زیاته کړه: تاسې ته معلومه ده، چې اسلامي امارت ډير شفاف او سالم تاريخ لري، مشران وخت په وخت د اصلاح هڅې کوي، اسلامي امارت کې ټاکنې د اهليت په اساس دي، د خپلوي، قوم او اړيکو په اساس بايد خلک داخل نه شي، اسلامي امارت کې د اطاعت معيار هغه عامل دی چې موږ يې لوړو موخو ته رسولي يو.
دغه راز د چارو ادارې مرستیال مولوي سيف الدين تايب د حکومتي پلانونو د تطبيق لپاره د ظرفيتونو ارتقاء اړتیا وبلله او ویې ويل، موږ دې اړتيا ته په نظر لنډ مهاله روزنیز کورسونه پيل کړي دي.
نوموړي وویل: "د اسلامي امارت مشرتابه هدايات او فرامين تعقيبوي، چې تر کومه حده عملي شوي دي. د دې لپاره چې فرامين او هدايات په ښه ډول عملي شوي وي، په دې روزنيز پروګرام کې بايد ګډون وکړو." د چارو ادارې مرستیال وویل، د ملکي خدمتونو اداره کې واقعا تجربه لرونکي استادان دي، چې بايد له دغه فرصت او وړتیاو ښه ګټه واخيستل شي.
غونډه د دعا په ويلو سره پای ته ورسېده.