د چارو ادارې لوی ریاست اداري غونډه وشوه

دغه غونډه د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ د چارو ادارې اړوندو ریاستونو رییسانو او د جانبي واحدونو مسوولینو په ګډون د دغه ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
غونډه د قرانکریم د څو مبارکو ایاتونو له تلاوت سره پېل شوه، په تعقیب یې د چارو ادارې مرستیال
لارښوده وینا وکړه او ورپسې د اجنډا مطابق د مختلفو موضوعاتو په تړاو بحثونه وشول.
په غونډه کې د چارو ادارې د زیربناوو او ملي اقتصاد ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د دغه ادارې د تعمیرونو د ساتنې او څارنې ریاست سره د پغمان ماڼیو د عوايدو د راټولولو او دغه راز د سیلانیانو لپاره د ډېرو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه لازم اجراات وکړي.
په غونډه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست له لوري د ریاست الوزرا د دفتر لوی ریاست، د چارو ادارې لوی ریاست او جانبي واحدونو ته یې د خدمتونو د وړاندې کولو د میکانیزم څرنګوالي په اړه بحثونه وشوه او لازمې پرېکړې وشوې.
په ورته وخت کې د IR نړیوال لوژستیکي شرکت د ستونزو حل او د دعوت او ارشاد ریاست په غونډو کې د کارکوونکو د اشتراک په اړه بحث او لازمې لارښوونې وشوې.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.