ملي دفاع وزارت ته د کابل طبي پوهنتون د نظامي طب پوهنځي او د کندهار پوهنتون د کدري طبي روغتون ودانۍ د انتقال څرنګوالي په تړاو غونډه وشوه
د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه د ملي دفاع وزارت ستر درستیز صحيه قوماندانۍ ته د کابل طبي پوهنتون د نظامي طب پوهنځي انتقال او دغه راز په هغه ولایت کې د (٢٠٥) البدر قول اردو منسوبینو د کورنیو د ماشومانو او نسایي ولادي درملنې او روغتیایی خدمتونو لپاره د کندهار پوهنتون اړوند د کدري طبي روغتون تعمير او ملحقاتو بیا انتقال د څرنګوالي غونډه د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت ریاست له خوا د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال شیخ الحدیث نورالحق انور په مشرۍ او د ملي دفاع وزارت او لوړو زده کړو وزارت استازو په ګډون د سه شنبې ورځ د (٣/٣/١٤٠١) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پېل کې د ا.ا ا چارو ادارې لوی ریاست د دفاع او امنیت رئیس مولوي محمود شاه زاهد په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل، د کابل طبي پوهنتون د نظامي طب پوهنځي او د کندهار پوهنتون د کدري روغتون ودانۍ انتقال موخه د ملي دفاع وزارت منسوبینو د کورنیو غړو او دغه راز د نظامي طب محصلینو لپاره د اسانتياوو او ښه خدمتونو برابرولو مناسب میکانیزم ته رسیدل دي.
ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز صحیه قوماندان ډاکتر محمد طاهر احرار د کابل طبي پوهنتون د نظامي طب پوهنځي او د کندهار پوهنتون د طبي کدري روغتون ودانۍ او ملحقاتو بیا ځلې انتقال څرنګوالي اړه د ملي دفاع وزارت نظرونه او دلایل بیان کړل ویې ویل، د ملي دفاع وزارت دا توان لري، چې د هېواد لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍد کابل طبي پوهنتون نظامي طب پوهنځی مدیریت کړي او ورسره د محصلینو د جذب برخه کې کار وکړي. نوموړي زیاته کړه، جدي اړتیا ده، چې د کندهار پوهنتون کدري طبي روغتون کې د (٢٠٥) البدر قول اردو د منسوبینو کورنیو غړو درملنه او تداوې ترسره شي.
د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس ډاکتر فضل الرحمن رحماني د ذکر شوې موضوع په اړه د لوړو زده کړو وزارت تخنیکي او اداري نظریات دلیلونه شریک کړل ویې ویل، د لوړو زده کړو وزارت د مطرح شوو دواړو موضوعاتو په تړاو موافقه لري او د لازمو تخنیکي او اداري همغږۍ او همکاريو په برخه کې به له ملي دفاع وزارت سره شریک او همکار وي.
د غونډې پای کې پرېکړه وشوه، چې د کابل طبي علومو پوهنتون د نظامي طب پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت له اډانې څخه د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د صحيه قومندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په تشکیل کې یو ځای شي او د کندهار پوهنتون د کدري طبي روغتون کې د (٢٠٥) البدر قول اردو منسوبینو د کورنیو غړو د درملنې په موخه دې په یاد روغتون کې د یو قطعه ځمکې یا یو باب ودانۍ پیشنهاد ترتیب او چمتو شي او د تایید لپاره دې د ریاست الوزرا مقام ته واستول شي.
غونډه د افغانستان د خلکو د نیکمرغۍ دعا سره پای ته ورسیده.