د اسلامي امارت د کابینې (۳۴مه) غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه.

د اسلامي امارت د کابینې غونډه ترسره شوه
د اسلامي امارت د کابینې (۳۴مه) غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ ترسره شوه. غونډه د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه او ورپسې د اجنډا له مخې په موضوعاتو بحث وشو.
په غونډه کې د ریاسة الوزراء د مرستیالانو تر مشرۍ لاندې د اداري، اقتصادي او سیاسي کمیسیونونو د چارو او پریکړو د ښه تعمیل په اړه بحث وشو او ټولې ادارې مکلفې شوې، چې د کابینې د پریکړو په شان د درې ګونو کمیسیونونو پریکړې او مصوبات هم په ښه ډول تعمیل او د اجراء راپور یې د چارو ادارې لوی رياست ته وسپاري.
غونډې ته د اقتصاد وزیر په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي د ترانسپورتي ستونزو د حل په برخه کې د خپلو فعالیتونو راپور واوراوه، اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ټرانسپورټي ستونزو د حل په موخه د ا.ا.ا د ټرانسپورټي چارو د تنظيم کمېسيون له لوري جوړې شوې طرحې ارزونه وکړي.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزير په مشرۍ، د ماليې او عامې روغتیا وزارتونو، د افغانستان علومو اکاډمۍ، د خوړو او درملو ملي ادارې د استازیو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د هېواد په طبیعي سرچينو د تمرکز له مخې د اساسي درملو د توليد او پراختيا طرحې د عملي کولو، د زمينې برابرولو او د مالي لګښتونو د کچې معلومولو په هکله څېړنه ترسره او د تصویب په موخه یې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
په غونډه کې په نورو موضوعاتو هم بحث وشو او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.