د چارو ادارې لوی رياست اداري غونډه وشوه

 

د چارو ادارې لوی رياست اداري غونډه د همدې ادارې د رئيس مولوي احمدجان احمدي په رياست کې ترسره شوه، په غونډه کې د چارو ادرې ټولو رئيسانو او د جانبي واحدونو مسؤلينو ګډون درلود.

د غونډې په پيل کې د قرآن کريم څو مبارکو آيتونو له تلاوت وروسته د چارو ادارې معين شيخ نورالحق انور اصلاحي وينا وکړه، ورپسې د تيرې اونۍ غونډه کې ټاکل شويو هيئتونو کاري راپورونه وړاندې کړل او بيا د اجنډا پر اساس په مختلفو موضوعاتو بحث وشو.

په غونډه کې د تدارکات ملي انسټيټيوټ څخه فارغ شويو کارمندانو ته د فراغت اسنادو ويش، دغه راز د ټرانسپورټ رياست اړوند نقليه وسايطو د حفاظت او مراقبت د څرنګوالي اړوند بحثونه د اجنډا مهم ټکي و، چې په اړه يې لازم تصاميم ونيول شول.

همدا رنګه د قراردادي کارمندانو، د معاش ورکولو موضوع او د چارو ادارې اړوند تاريخي ځايونو د لا ښه حفاظت او مراقبت اړوند بحثونه او پرېکړې وشوې.

غونده په دعا سره پای ته ورسېده.