د اسلامي امارت د کابینې ۳۳مه غونډه وشوه
د الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ او د کابینې سرپرست وزیرانو په حضور سره د اسلامي امارت د کابینې غونډه وشوه.
غونډه د قرانکریم د ایاتونو له تلاوت سره پېل او او ورپسې د اجنډا مطابق په بېلابېلو موضوعاتو بحثونه وشول.
په دغه غونډه کې د سترې محکمې د دارالانشأ د رییس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د اراضي ادارې، د مالیې وزارت د املاکو ریاست، عدلیې وزارت، کابل ښاروالۍ او اړوندو متخصصينو سره یوځای د شرعي قبالو د وېش څرنګوالي او د جعل او تزویر د مخنیوي طرحه ترتیب کړي.
اداري کميسيون مؤظف شو، چې د اقتصاد وزارت او د احصایې او معلوماتو ادارې له استازو سره بهرنيو اتباعو ته د کار جواز د توزیع د څرنګوالي او په بهرنيو هېوادونو کې د مېشتو افغان کارګرانو د ستونزو حل په موخه د کار آتشې رامنځته کولو او په هېواد کې د بېکارۍ کچې د راکمولو لپاره ترتیب شوې طرحې وڅیړي او پایلې یې د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
کابینې د حج د چارو د تنظیم، ښه والي او پرمخ بیولو په موخه د حج ملي کمیټې د ایجاد لپاره د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت طرحه تصویب کړه. دغه راز پرېکړه وشوه، چې په دي اړه د ریاست الوزرا د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د ارشاد، حج او اوقافو، ټرانسپورټ او هوایي چلند، عدلیې، مالیې، بهرنيو چارو، عامې روغتیا او کورنيو چارو وزارتونو، د استخبارتو لوی ریاست او د سوداګرۍ اتاق په غړیتوب سره کمیټه جوړه شي.
د کابینې په غونډه کې د نورو موضوعاتو په تړاو هم هر اړخیزه بحثونه وشول او غونډه په دعا سره پای ته ورسیده.