د ریاست الوزرا د اداري معاونيت د اداري کميسيون د پرېکړې د تطبیق په موخه غونډه وشوه
د ا.ا.ا لس دولتي ادارو ته د نقلیه وسایطو د پېرلو په اړه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اداري معاونیت د اداري کميسيون غونډه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال "حاجي وارث" په مشرۍ او د چارو ادارې لوی ریاست د څارنې او پاليسۍ مرستیال مولوي سیف الدین "تائب"، د افغانستان د علومو اکاډمۍ استازي الحاج مولوي عرفان الله "عرفان" او دغه راز د لسو دولتي ادارو باصلاحیته استازو په حضور کې د ا.ا.ا د چارو ادارې د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په پېل کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د کار او ټولیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال "حاجي وارث" د غونډې ګډونوالو ته د کاري استقامتونو او اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل ویې ویل "د افغانستان د مخکیني حکومت او د ازبکستان دولت ترمنځه د هغه هېواد د نقلیه وسایطو د پېر اړونده پنځه کلن هوکړهلیک لاسلیک شوی دی، چې د دغه هوکړهلیک په اساس دواړه لوري د مطالبه شوې موضوع د فسخه حق لري"
په تعقیب یې د ملي تدارکاتو ریاست استازي د افغانستان او ازبکستان حکومتونو ترمنځ د نقلیه وسایطو د هوکړه لیک او د ازبکستاني وسایطو پلورنکي شرکت سره د وزارتونو او دولتي ادارو د غوښتنو تبادلې د څرنګوالي او دغه راز هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو سره د رامنځته شوې خلأ په ټړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست وویل: " له هغه ځايه، چې په مخکیني رژیم کې هرې ادارې لپاره مشخص شمېر موټرې ځانګړي شوي او اوس په ټول هېواد کې د سراسري امنیت ټینګښت سره د افغانستان هره برخه کې د ادارو کاري فرصتونو زمینه مساعده شوې ده، نو په دې اساس ذکر شوې ادارې دې د اړتیا وړ نقلیه وسایطو اندازه بیا ځلې په کتبې ډول د اړوند ادارې د سرپرست په مهر او لاسلیک سره د هیئت مشرتابه ته وړاندې کړي".
له دې سره په غونډه کې د حاضرو ادارو استازو د پلاوي رهبرۍ ته وړاندیز وکړ، چې د ازبکستاني نقلیه وسایطو پلورونکي شرکت څخه د موټرو د پېرلو په عوض دی له مالیې وزارت سره په همغږۍد هرې ادارې لپاره وسایطو ته تخصیص شوې بودجه د اړوندو ادارو حساب ته انتقال شي.
د چارو ادارې د نظارت او پالیسۍ مرستیال مولوی سیف الدین تائب وویل، د ادارو د دغه وړاندیز لپاره ضرورت دی، چې د ریاست الوزرا د عالي مقام هدایت واخیستل شي او د عالي مقام د هدایت سره سم لازم تصمیمونه ونیول شي.
غونډه د خیر او فلاح په دعا سره پای ته ورسیده