25 غویی 1401
د چارو ادارې لوی رياست اداري ناسته وشوه
د ا.ا.ا چارو ادارې لوی رياست او جانبي واحدونو اداري ناسته د معمول مطابق د همدې ادارې د کانفرانسونو په تالار کې د عمومي رئیس مولوي احمدجان احمدي په رهبري کې ترسره شوه.
په غونډه کې د اداره امور اړوند تاريخي ځايونو او د هغوی د ساتنې او مراقبت په هکله بحث وشو.
د غونډې په جريان کې د هغو جانبي واحدونو سره، چې نوي تشکيل کې د اداره امور مربوط شوي دي، د همغږۍ په ميکانيزم هم بحث وشو او لازم تصميمونه ونيول شول.
دغه راز د اجنډا پر اساس د تشکيلاتو، پر خپل وخت د کارمندانو معاشات ورکولو، او د اضافه بست شويو کارمندانو د برخليک ټاکلو موضوعات هم بحث شول او په هکله يې مربوطه شعبو ته لازم هدايات ورکړل شول.
غونډه د خير په دعا سره پای ته ورسېده.