د پوهنې وزارت اړوند ښوونکو او ولایتي ریاستونو پنځم او شپږم اداري بستونه ازاد رقابت ته وسپارل شول


د پوهنې وزارت اړوند د ښوونکو او ولایتي ریاستونو پنځم او شپږم اداري بستونو د ازاد رقابت اعلان مطبوعاتي غونډه د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالحق "انور"، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون مشر مولوي عبدالحنان "عارف الله" او د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمين مرستیال مولوي عبدالخالق "صادق" په ګډون سره نن شنبې ورځ د ١٤٠١/٠٢/٢٤ نېټه د کابل ښار معارف ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د دولت د چارو انسجام مرستیال شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د معارف اړونده جوړې شوې غونډې هرکلی وکړ ویې ويل، معارف د یو ملت ښه راتلونکي کې اساسي ځای لري او هر ملت، چې ښوونې او روزنې په هره کچه اهمیت او منزلت قائل کیږي په همغه اندازه خوشبختیو او کامیابیو ته رسیږي.
نوموړي وویل: یوازینۍ لاره، چې اوسنیو شرایطو کې افغانستان کولای شي له سیمې او نړۍ سره سیالي وکړي هغه د دیني او عصري زده کړو حاصل کړل دي او له همدې امله د هېواد ښوونکي مسوولیت لري، چې خپل وجایب او مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
په ورته وخت کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کميسيون مشر مولوي عبدالحنان "عارف الله" د ښوونکو د جمعي کانکور ازموینې د روڼتیا په اړه ډاد ورکړ ویې ویل، د افغانستان اسلامي امارت امانتداري د حکومتولۍ مهم اصل ګڼي او په خبره یې دوی د ښوونکو او د پوهنې وزارت د ولایتونو د ریاستونو پنځم او شپږم اداري بستونو ماموریت ته وړ او مناسب کسان انتخابوي، چې د بستونو وړتیا او اهلیت ولري.
دغه غونډه کې د پوهنې وزارت د بشري سرچینو رییس اول ګل "ایوبي" د معارف وزارت د ښوونکو او ولایتي ریاستونو د اداري برخو پنځمو او شپږمو بستونو د ازاد رقابت اعلان د هدف او څرنګوالي په اړه معلومات ورکړل. نوموړي وویل: د ذکر شوو بستونو له جملې (٤٢١٩) بستونه د نارینه وو او پاتې (٢٧٧٠) بستونه د ښځينه ښوونکو لپاره ځانګړي شوي دي او له کانکور ازموینو وروسته به وړ او مسلکي کسان وګمارل شي.
غونډه د هېواد او ولس د ښیرازۍ په دعا سره پای ته ورسېده.