د اسلامي امارت د کابینې ۳۲مه غونډه دائره شوه

د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د ریاسة الوزراء د درې واړو مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.
غونډه د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه، ورپسې د لوی څارنوال لخوا د پخواني رژیم پر مهال نیمګړو پاته دوسیو په اړه د ورسپارل شوې څيړنې ګزارش وړاندې شو او بیا د اجنډا له مخې موضوعات وڅیړل شول.
په غونډه کې اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه چې د مس عینک کان د کیندنې چارو عملاً پیل کیدو په وړاندې دخنډونو لرې کولو په موخه دې دا موضوع او قرارداد وڅیړي. دغه راز دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د استازیو په ګډون یو پلاوی وګماري، چې د مس عینک په ساحه کې د تاریخي آثارو د انتقال یا پر خپل ځای پاتې کیدو موضوع بررسي کړي.
په غونډه کې د ترانسپورت وزارت د مرستیال په مشرۍ هیئت وګمارل شو چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو لخوا د مسافر بري موټرو چلولو، په ښارونو کې دترافیکي ګډوډۍ او د مجاهدینو لخوا د ترافیکي پیښو اړوند موضوعاتو څېړنه ترسره، د حل لاره دې پیدا او پایله دې کابینې ته وړاندې کړي.
کابینې د سوالګرو د ډیرښت ستونزې حل په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او افغاني سرې میاشتې ټولنې لخوا په ګډه چمتو شوې طرحه تصویب کړه. اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې خپل مکلفیتونو په جدیت سره ترسره کړي.
غونډه په دعائیه سره پای ته ورسیده.