د اسلامي امارت د کابينې ۲۷مه غونډه وشوه

د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند او د ریاسة الوزراء د درې واړو مرستیالانو او سرپرستو وزیرانو په ګډون دائره شوه.
په پیل کې د قران کریم څو آیتونه تلاوت شول، ورپسې د اجنډا له مخې په بیلابیلو مسائلو بحث پیل شو.
د کابینې په غونډه کې د بیلابیلو افغان شخصیتونو د رابلنې په مقصد د مولوي شهاب الدین دلاور په مشرۍ (له افغان شخصیتونو سره د ارتباط او هیواد ته د راستنولو کمیسیون) جوړښت تصویب شو.
په غونډه کې د مدافع وکیلانو د انسجام مقرره له ځینو تعدیلاتو وروسته تصویب شوه. اقتصادي کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د پانګوالو لپاره د ځانګړو اقتصادي زونونو د جوړولو په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیز وڅیړي او پایله دې کابینې ته وړاندې کړي.
کابینې پریکړه وکړه چې د مجاهدینو لخوا په موټرو د امارت د مشرانو یا نورو کسانو انځورونه لګول په مطلق ډول بند دي، دفاع او داخله وزارتونو او د استخباراتو ریاست ته دنده سپارل کیږي چې خپل اړوند کسان له دې کاره منع کړي.
د کابینې مجلس کې د ځمکني ترانسپورت اړوند ستونزې په خاص ډول د بار وړونکو او مسافر وړونکو وسائطو په اډو کې د نوبت د نه مراعاتولو په اړه د موټر لرونکو او تجارانو شکایت هم وڅيړل شو او د حل لپاره یې د اړونده وزارتونو په ګډون هیئت تعین شو.
د کابینې غونډه کې په یو شمیر نورو مسائلو هم بحث وشو او غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.