د اسلامي امارت د کابینې ۲۴مه غونډه ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ د ریاسة الوزراء د مرستیالانو، سرپرستو وزیرانو او عمومي رئیسانو په شمولیت ترسره شوه.
غونډه د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه، ورپسې د اجنډا له مخې په بیلابیلو موضوعاتو بحث او پریکړې وشوې. په غونډه کې د اسلامي امارت د مشرتابه هغه فرمان ولوستل شو چې د زراعت او مالدارۍ وزارت په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې په ټول هیواد کې د حکومتي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخنیوي لپاره جدي او عاجل اقدامات ترسره کړي.
د کابینې په غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت لخوا چمتو شوې د هیواد پوهنتونونو او لوړو زده کړو د مؤسسو د تحصیلي نصاب د پراختیا، اصلاح او بیا کتنې کړنلاره تصویب شوه. لوړو زده کړو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پوهنتونونو د نصاب د اصلاح کار پیل او بشپړ کړي. په غونډه کې دغه راز د عدلیې وزارت لخوا د مدافع وکیلانو د انسجام کړنلاره مطرح شوه او د نهایي کتنې لپاره یې د علومو اکاډمۍ د لوی رئیس شیخ فرید الدین محمود په مشرۍ هیئت وټاکل شو. روغتیا وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په افغانستان کې د شل کلن اشغال پر مهال د استعمال شویو ممنوعه وسلو او کیمیاوي موادو د ناوړه پایلو په اړه د تحقیقي راپور د چمتو کولو کار پیل کړي.
د کابینې په غونډه کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي قطر هیواد ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر ګزارش وړاندې کړ او هلته یې د عربي خلیج هیوادونو له استازو، اروپایې ټولنې او امریکایي چارواکو سره د لیدنو کتنو، دغه راز د علماوو نړیوالې ټولنې او یو شمیر خیریه بنسټونو له استازو سره د مثبتو خبرو اترو په اړه معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد پاکستان او د اروپا د سویس هیواد ژنیوا ښار ته د اسلامي امارت د پلاوي د سفر ګزارش وړاندې کړ او سفر یې له لاسته راوړنو ډک وباله.
د کابینې په غونډه کې په نورو بلابیلو موضوعاتو هم بحثونه او پریکړې وشوې او غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسیده.