د چارو ادارې له لوري په دولتي ادارو او وزارتونو کې د چارو د چټکتيا په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ورځينيو چارو د ښه والي او د دولتي ادارو او د اسلامي امارت د چارو ادارې ترمنځ د اړيکو پراختيا په موخه د همغږۍ تعقيبي غونډه د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري جوړه وشوه.
په دغه غونډه کې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو او قبایلو چارو، طبيعي پېښو ته د رسيدو چارو وزارتونو، چاپيريال ساتنې ادارې، سرې مياشتې ادارې او کابل ښاروالۍ استازو ګډون درلود، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس مولوي عبدالباقي منصور وويل: اوس مهال په دولتي ادارو کې د ورځينيو کارونو د ښې همغږۍاو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د ادارو او رياستونو ترمنځ د‌ همکاريو کچه پراخه شوې ده، چې له دې سره اړوندو چارو ته لازمه رسيدګي کيږي.
ښاغلي منصور په دولتي ادارو کې له مراجعينو سره د مناسب چلند او ښې همکارۍ په رامنځته کيدو ټينګار وکړ.
دغه راز په غونډه کې د حاضرو ادارو استازو خپل نظرونه او مشخص وړانديزونه مطرح او د هر اړخيزو همکاريو ژمنه يي وکړه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس وويل، چې د دولتي ادارو او وزارتونو ترمنځ د همکاريو او همغږۍ لپاره يې هڅې چټکې کړي او د چارو اداره په دې برخه کې هر اړخيزه همکاري کوي.