په دولتي ادارو او وزارتونو کې د چارو د چټکتيا په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ورځينيو چارو د په مخ بيولو د ښه والي او د دولتي ادارو او د اسلامي امارت د چارو ادارې ترمنځ د اړيکو پراختيا په موخه د همغږۍ تعقيبي غونډه د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري جوړه وشوه.
په دغه غونډه کې، چې د کډوالو چارو وزارت، د علومو اکاډمۍ او د بدني روزنې او ورزش لوی رياست استازو ګډون درلود، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس مولوي عبدالباقي منصور وويل: په دولتي ادارو کې د ورځينيو کارونو د ښې همغږۍاو اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د ادارو او رياستونو ترمنځ د همکاريو پراختيا اړينه ده، ځکه له دې سره اړونده چارو ته لازمه رسيدګي کيږي.
د غونډې ګډونوالو خپل نظرونه او مشخص وړانديزونه شريک کړل او د هر اړخيزو همکاريو ژمنه يي وکړه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړ، چې د دولتي ادارو او وزارتونو سره د همکاريو په برخه کې لازم تصميمونه لري او په هر اړخيزه توګه همکاري کوي.