د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۱مه غونډه دائره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې ۲۱مه غونډه د ریاسة الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ټولو وزارتونو د سرپرستو وزیرانو او یو شمیر مرستیالانو په ګډون ترسره شوه.
په غونډه کې د اسلامي امارت د دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد او د زراعت او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عبدالرحمن راشد د هیواد شمالي ولایاتو ته د سفر ګزارش مجلس ته وړاندې کړ. دغه راز د هیواد د شمالي ولایاتو د بزګرانو او مالدارانو ستونزې او غوښتنې هم د کابینې مجلس ته واورول شوې. د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د ناروې په اسلو کې د درې ورځنیو خبرو او لیدنو کتنو ګزارش د کابینې غونډې ته وړاندې کړ.
د کابینې په مجلس کې د اجنډا له مخې د بیلابیلو مسائلو په اړه پریکړې وشوې، د عدلیې وزارت لخوا تهیه شوې د خیریه ټولنو او اتحادیو کړنلاره تصویب شوه، کابینې د مالیاتي او غیر مالیاتي عوائدو په اړه پریکړه وکړه چې یوازې د بانک له لارې دې راټولیږي او هیڅ اداره له خپلو عوائدو د مصرف اجازه نه لري.
کابینې د جلال اباد – پیښور او کندهار – کويټې تر منځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ تصویب او اړونده ادارو ته حکم وشو، چې د دې پروسې پاتې مراحل دې په لنډه موده کې ترسره شي. د شهیدانو او معلولینو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د پخواني رژیم د معلولو عسکرو، فلجیانو او یتیمانو سره د مرستې په اړه جامع طرحه جوړه او د کابینې مجلس ته وړاندې کړي. د زراعت وزارت په مشرۍ ټاکل شوي هیئت ته دنده وسپارل شوه چې د زراعت په برخه کې د بهرنیو پانګوالو لپاره ځمکه تشخیص او د څیړنې پایله يې کابینې ته وړاندې کړي.
په مجلس کې په یو شمیر نورو مسائلو هم بحث او پریکړې وشوې او غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.