په دولتي ادارو او وزارتونو کې د ورځينيو چارو د همغږۍ او چټکتيا په موخه غونډه وشوه
په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ورځينيو چارو د په مخ بيولو د ښه والي او د دولتي ادارو او د اسلامي امارت د چارو ادارې ترمنځ د اړيکو پراختيا په موخه د همغږۍ تعقيبي غونډه د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري جوړه وشوه.
په دغه غونډه کې، چې د عامې روغتيا، کار او ټولنيزو، شهيدانو او معلولينو او د افغانستان د طبي عالي شورا استازو ګډون درلود، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس مولوي عبدالباقي منصور د ورځينيو کارونو د ښې همغږۍاو اسانتياوو په موخه د دولتي ادارو او رياستونو ترمنځ همکاريو او همغږۍ پراختيا اړينه وګنله، څو د دولتي ادارو چارو ته لازمه رسيدګي وشي.
د وزارتونو او دولتي ادارو استازو په خپلو خبرو کې د مشخصو وړانديزونو ترڅنګ، د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس ژمنه وکړه، چې د دولتي ادارو او وزارتونو سره د همکاريو په برخه کې لازم تصميمونه لري او په هر اړخيزه توګه همکاري کوي.