په دولتي ادارو او وزارتونو کې د ورځينيو چارو د مخته وړلو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډه وشوه
په وزارتونو او دولتي ادارو کې د ورځينيو چارو د مخته وړلو د ښه والي او د دولتي ادارو او د چارو ادارې ترمنځ د اړيکو پراختيا په موخه د همغږۍ غونډه د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست د فرهنګي او ټولنيزو چارو رياست له لوري جوړه وشوه.
په دغه غونډه کې، چې د پوهنې، لوړو زده کړو، ارشاد، حج او اوقافو، امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارتونو، د تخنيکي او مسلکي زده کړو او د کانکور ازموينو ملي ادارو استازو ګډون درلود، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس مولوي عبدالباقي منصور وويل: د ورځينيو کارونو د ښه پر مخ بيولو او اسانتياوو په موخه د دولتي ادارو او رياستونو ترمنځ همغږي پراخه شي، څو د دولتي ادارو چارو ته لازمه رسيدګي وشي.
د وزارتونو او دولتي ادارو استازو د خپلو مشخصو وړانديزونو ترڅنګ، د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه.
د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنيزو چارو رييس ډاډ ورکړ، چې د دولتي ادارو او وزارتونو سره د همکاريو په برخه کې لازم تصميمونه لري او په هر اړخيزه توګه همکاري کوي.