د اسلامي امارت د کابینې ۲۰مه غونډه ترسره شوه

د اسلامي امارت د کابینې ۲۰مه غونډه د رئیس الوزراء ملا محمد حسن آخند په مشرۍ ترسره شوه. د غونډې په پيل کې د قران کریم څو مبارک آیتونه تلاوت شول، ورپسې په ټاکل شوې اجنډا او اړوند مسائلو بحث پیل شو.
په غونډه کې د غیر دولتي مؤسساتو (NGOs) له خوا د بشري مرستو د توزیع، او ملي پراختیا شرکت په اړه د ټاکل شویو هیئتونو لخوا چمتو شوې طرحې له څیړنې وروسته تصویب شوې. د چارو ادارې عمومي ریاست، د مالیې وزارت، د معادن او صنائعو وزارت او د ملي پراختیا شرکت له استازو جوړ شوي هیئت ته دنده وسپارل شوه، تر څو د ملي پراختیا شرکت د نیمګړو پروژو د تکمیل لپاره د مالي منبع پیدا کولو په اړه څيړنه وکړي، تر څو د یادو پروژو پاتې چارې بشپړې شي.
د زراعت او مالدارۍ په برخه کې د ډونرانو (بسپنه ورکوونکو) صندوق جوړولو په اړه د زراعت وزارت غوښتنه د ښه غور لپاره اقتصادي کمیسیون ته وسپارل شوه چې په اړه یې پریکړه وکړي. کابینې فیصله وکړه چې ټولې دولتي ادارې مکلفې دې تر څو د بریښنا شرکت هغه قرضونه اداء کړي چې د اسلامي امارت لخوا د کابل له فتحې وروسته اضافه شوي دي.
د کابینې په غونډه کې د عشر او زکات راټولولو د ادارې د تأسیس، د بشري مرستو په برخه کې د شفافیت او نورو موضوعاتو په اړه هم بحثونه او پریکړې وشوې.
غونډه په دعاء سره پای ته ورسیده.