د چارو ادارې لوی رییس د یوناما دفتر د قانون تطبیق د څارنې مسوولې سره وکتل
د اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي په کابل کې د یوناما دفتر د قانون د تطبیق څارنې مسوولې میرمن مونیکا مارتینز سره ولیدل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د قانون تطبیق او له فساد سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړې.
د چارو ادارې لوی رییس مولوي احمد جان احمدي میرمن مارتینز ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د قانون تطبیق او د فساد لمنځه وړل د اسلامي امارت د مهمو وجیبو له جملي څخه دي.
ښاغلي احمدي زیاته کړه: (په ډاډ سره وایم، چې اسلامي امارت له فساد څخه پاک و او پاک دی، قانون پرته له استثنا په هر کس تطبیق کیږي او د فساد لمنځه وړلو ته ژمن یو. د کابینې له لوري د قانون د تطبیق کمېسیونونه جوړ شوي او حتی د بندیانو د دوسیو د څېړلو لپاره هم پلاوی ټاکل شوی، څو د هیچا حق ضایع نه شي.)
د ښاغلي احمدي په وینا، په تېرو څو میاشتو کې په کوچنۍ تخطۍ او سرغړونه اشخاص له دندو ګوښه شوي او محکمې ته معرفي شوي دي او د فساد په تړاو د اسلامي امارت تحمل صفر دی.
د چارو ادارې لوی رییس د یوناما له استازي وغوښتل، چې نړۍوالو ته د افغان ولس غږ ورسوي، ځکه وروسته له 40 کلونو په ټول هېواد کې یو واحد نظام حاکم شوی او موږ ته فساد، د نشه یي توکو تولید ، ګڼ شمېر روږدي کسان او نور میراثونه پاتي دي.
په کابل کې د یوناما دفتر د قانون تطبیق د څارنې مسوولې میرمن مارتینز وویل: موږ دلته یو، تر څو د فساد په وړاندې ګډه مبارزه وکړو او هڅه کوو، چې په اسلامي هېوادونو کې خپل فعالیتونه د اسلامي قوانینو مطابق عیار کړو.
د یوناما استازې وویل، موږ د مخکیني حکومت ادارو ته هم له فساد سره د مبارزې سټراټیژي ترتیب او چمتو کړی وه، خو په هغه اندازه چې مو تمه درلوده، عملي نه شوه. اوس وضعیت تغییر کړی ومو غوښتل پوه شو، چې اسلامي امارت له موږ څه غوښتنه لري.
موږ په خپل راتلونکي راپور کې دا ځای کوو، چې اسلامي امارت یو واحد نظام دی، جګړه پای ته رسیدلې او اسلامي امارت سر له اوسه د فساد په وړاندې مبارزه پېل کړې ده.
دا چې د فساد په تړاو د اسلامي امارت تحمل صفر دی، د ټولې نړۍ لپاره یو ښه بېلګه کیدلی شي.