د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د قرارداد د ورکړې خبرتیا

د ا.ا.ا د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست غواړي، چې د کابل ښاروالۍ په استازیتوب، د دارالامان ماڼۍ څلورلارې څخه د ګلباغ پل تر استقامت، د کابل–لوګر سړک پورې د چهل دخترانو په سیمه کې د اعتبار سړک پراختیا ودانیزې پروژې (درېیمې برخې) قرارداد، د لاندې داوطلبۍ شمېرې سره NPD/KM/1404/NCB/W-208/REBID د اریوب سپین غر ساختماني او سړک‌ جوړونې شرکت ته چې د جواز شمېره یې D-26728 او پته یې: د کابل ښار، شیرپور، درېیم سړک، ۱۵مه شمېره کور دی، د ټولټال (315,473,130) درې سوه پنځلس میلیونه، څلور سوه درې اویا زره او یو سلو دېرش افغانۍ په ارزښت ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې تړاو هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان له نېټې څخه تر اوو (۷) ورځو پورې، د پنځوسمې مادې د احکامو له مخې، د مستندو دلایلو سره یو ځای، د ملي تدارکاتو ریاست ته په لیکلي ډول وسپاري.

پته: د تدارکاتو د اسانتیا امریت، تخنیکي معاونیت، ملي تدارکاتو ریاست، د چارو ادارې لوی ریاست، پښتونستان واټ، کابل – افغانستان.

یادونه: دا اعلامیه د قرارداد د ورکړې په معنا نده او تر هغو چې پورته ذکر شوی وخت بشپړ او قانوني پروسې پای ته ونه رسېږي، قرارداد به نهايي نشي.


پي ډي اف ډاونلوډ :