رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده چې، د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو اداره د کور او ښار جوړونې وزارت د ۹۴ خالي بستونو لپاره الکترونیکي ازموینه افتتاح کړي، هیله ده د رسنیو محترم استازي يې د خبري پوښښ لپاره تشریف راوړي.
موضوع: د کور او ښار جوړولو وزارت د ۹۴ خالي بستونو لپاره د الکترونیکي ازموینې افتتاح
ويناوال: د چارو ادارې لوی رئيس شيخ الحديث مولوي نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزير مولوي حمدالله نعماني او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې وارسي کوونکی مفتي فريد احمد غزنوي.
وخت: سه شنبه، ۱۹ ربیع الثاني/۱۴۴۶ د لړم لومړۍ نېټه، د سهار (۹:۰۰) بجې، هیله ده په وخت تشریف راوړئ!
ځای: د سلطان محمود غزنوي تالار، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې مرکزي دفتر، دارالامان، کابل - افغانستان