د حوت لسمه د دوحې تړون د درېمې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه
درې کاله وړاندې د حوت میاشتې په لسمه د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا د متحده ایالاتو تر مینځ، له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو د وتلو تړون د قطر هېواد په مرکز دوحه کې د نږدې ۶۰ هیوادونو او سازمانونو د استازو پر وړاندې لاسلیک شو.
زموږ مؤمن او مجاهد ولس د لوی الله جل جلاله په نصرت سره د بهرنیو اشغالګرو په وړاندې مقدس جهاد ته تر هغو دوام ورکړ ترڅو خپله جهادي مبارزه د بریا په مسیر برابره کړي.
د الله تعالی خاص نصرت، د مجاهدینو او مظلوم ولس سرښندني او د حوت لسمه د افغان مجاهد او مظلوم ملت لپاره د سترې فتحې او آزادي ګټلو پیلامه شوه او افغانستان له شل کلن اشغال او جګړې څخه خلاص شو.
د الله تعالی په فضل او نصرت سره افغانان یوځل بیا لکه وروڼه په یوه ټغر سره راټول شول، د دښمنانو دسیسې شنډې شوې او یوه سوچه اسلامي نظام جوړولوته زمینه مساعده شوه. الحمدلله والمنة
د افغانستان اسلامي امارت د دغې سترې ورځې په مناسبت ټول افغان ولس او د سنګر ستړو مجاهدینوته یو ځل بیا مبارکي وایي، د جهاد د لارې ټولو شهیدانوته جنتونه، ټپیانو ته کامل صحت او اجرونه، یتیمانو او کونډو ته د دنیا او اخرت سعادتونه غواړي.
له الله تعالی څخه غواړو چې دا تر لاسه شوې سوله، امن او د شهیدانو په قربانیو جوړ شوی اسلامي نظام راته پایدار او مستحکم ولري او موږ ټولو ته دې د دې سترې فتحې او انعام د شکر اداکولو توفیق راکړي او ټول کړه وړه مو دې خالص لوجه الله وګرځوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۴/۸/۹هـ ق
۱۴۰۱/۱۲/۱۰هـ ش ــ 2023/3/1م