د جدې شپږم پر افغانستان د شوروي یرغل د ۴۳ مې کلېزې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

له نن څخه ۴۳ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ هـ ش کال د جدې په شپږم تاریخ د وخت شوروي اتحاد د افغانستان پر پاک حریم تجاوزاو یرغل وکړ او خپل زرګونه اشغالګر پوځونه يې زموږ خاورې ته را دننه کړل.
د لس کلن اشغال او خورا سترو ظلمونو په نتیجه کې يې زموږ هېواد له هرې خوا زیانمن کړ، میلیونونه افغانان يې له هېواد څخه هجرت ته مجبور، شهیدان او معیوب کړل؛ خو لله الحمد په وړاندې يې زموږ غیور او مسلمان ملت په میړانه سره جهاد وکړ، چې په نتیجه کې يې وروسته له لسو کلونو څخه شوروي سرو لښکرو په افغانستان کې ستره ماتې وخوړه او زموږ مظلوم ولس يې له شر او اشغال څخه خلاص شو.
د تاریخ دغه ستره پيښه له یوې خوا دا پيغام لري چې باید د نړۍ هيڅ مغرور ځواک د افغانستان مسلمان او غیور ولس په ایمان، ننګ او پخه اراده باندې شک ونه لري.
همدا ډول ثابتوي چې زموږ ولس که هرڅومره مظلوم او بیچاره واقع شي، خو د خپل رب جل جلاله د حکم (جهاد) په عملي کولو او د خپل هیواد د استقلال او آزادۍ په ګټلو او ساتلو کې روڼ تاریخ لري چې په نیږدې يوه پيړۍ کې د انګریزانو، شورویانو او امریکایانو اشغال او بیا د هغوی مفتضحانه ماتې دا ستر حقیقت روښانه کوي.
اسلامي امارت په داسې حال کې چې زموږ پرحریم باندې د پخواني شوروي اتحاد یرغل یوځل بیا غندي، پر ولس غږ کوي چې د خپلې خاورې د ازادۍ او استقلال د ساتنې لپاره تل چمتو واوسي او هیچاته اجازه ورنه کړي چې زموږ د هیواد، ارزښتونو او ملت پر وړاندې شومې دسیسې او ناسمې ارادې عملي کړي.
اسلامي امارت ژمن دی، چې شپه او ورځ به د خپل هیواد، دیني ارزښتونو اومسلمان ملت د دفاع او تحفظ لپاره خدمت او هڅو ته دوام ورکوي.
د افغانستان اسلامي امارت
۳/۶/۱۴۴۴هـ ق
۶/۱۰/۱۴۰۱هـ ش ــ 2022/12/27م