رسنيز بلنليک
کابل- افغانستان
د ا.ا.ا. د چارو ادار لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو رياست په پام کې لري چې د مقدماتي رهبرۍ او ادارې روزنيز پروګرام پای غونډه د ملکي خدماتو انسټيټوټ د مولانا محمد جلال الدين بلخي د غونډو په تالار کې جوړه کړي، نو په همدې اساس د رسنيو محترمو استازو ته بلنه ورکول کيږي چې د خبري پوښښ لپاره دې پروګرام ته تشريف راوړي.
موضوع: د مقدماتي رهبرۍ او ادارې د دريمې دورې اختتامي غونډه
نېټه: د سنبلې ۳۱ مه، د پنجشنبې ورځ سهار ۹:۳۰ بجې، مهرباني وکړئ د سهار په ۸:۰۰ بجې تشريف راوړئ
ځای: د ملکي خدماتو انسټيټيوټ د مولانا محمد جلال الدين بلخي د غونډو تالار