د سرحدونو او قبایلو وزارت

 

د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو وزارت

 

په ۱۳۰۰ ه ش کال چې د ۱۹۲۱ م سره سمون خوري د امیر امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د عظماء صدارت د قلم مخصوص په چوکاټ کې یو دفتر قبایلي او سرحدي چارو ته د رسېدنې په هدف شتون درلود دې ته ورته دفترد امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمن خان د واکمنیو پر مهال هم موجود وو. وروسته د وخت د غوښتنو او اړتیاوو سره سم د نني د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت تشکیلاتو ته بېلابېلو دورو کې کتنه شوې ده، له څانګې عمومي مدیریت، ورپسې ریاست، مستقل ریاست او بلاخره وزارت ته ارتقا کړې ده او نن د وزارت په توګه د یو لوی تشکیل په لرلو سره له مرکز سربیره د هېواد په ۳۳ ولایتونو کې ریاستونه او امریتونه لري چې د وزارت ماموریت پر مخ بیایي.

 

 

ـ د وزارت مقام ـ (۳) معینیتونه او اړوند ریاستونه او دوه عمومي ریاستونه او اړوند ریاستونه

ـ د مقام سلاکاران

 

ما موریت: د سرحدونو، قومونواوقبایلو چارو وزارت د افغانستان د اسلامي امارت په کابېنه کې یو له کلیدي وزارتونو څخه شمېرل کېږي چې د ملي وحدت، ملي واکمنۍ د استحکام اوټینګښت، د هېواد د سیاسي حدودو د سلامتیا، د سرحدونو او ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه هستوګنود ټولنیز، اقتصادي ا و فرهنګي ژوندانه کچې د لوړتیا مهمې دندې پر مخ وړي.

 

یادونه: د وزارت اړوند ریاستونه د خپلو کاري استقامتونو سره سم د ځانګړو طرزالعملونوله مخې خپلې چارې پر مخ بیایی

د کارکوونکو په برخه کې:

د عامه خدمتونو د غوره وړاندې کولو په منظور د ظرفیتونو لوړول یوه مهمه او اساسي برخه ده د دې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د همدې هدف لپاره په کلنۍ توګه  د پلان له مخې د هرې برخې اړتیاوو ته په کتو ښوونیز ورکشاپونه،کورسونه او سیمینارونه په لار اچوي چې موخه یې د کارکوونکو له خوا له منابعو څخه سمه استفاده ، د دندې او مسؤلیتونو ښه ترسره کول ، د چارو په پرمخ بیولو کې د کارکوونکو  ځواکمنول او د غوره عامه خدمتونو وړاندې کول دي.

د ګمارنې  شرایط: د کارکوونکو ګمارنه هم د ازادې سیالۍ او یا د وزارت مقام ته د عرض کېدو  له لارې له تحصیلي رشتې سره سم د پوهې، وړتیا او ژمنتیا په پام کې نیولو سره  په خالي بستونو کې ګمارل کېږي.په دې توګه چې بست اعلان ته ورکول کېږي،نوماند بست ته د نوماندۍ فورمو له ډکولو وروسته په ټاکلي نېټه چې د اعلان شویو شرایطو سره برابروي مراجعه کوي او د ازادې سیالۍ د یو روڼ بهیرله تېرولو وروسته د بریالیتوب په صورت کې بست ته لار پیدا کوي.    

 

 

         د مراجعینو د رابللو یا پذیرش څرنګوالی :

 

د وزارت مقام د دفتر ریاست په تشکیل کې د پذیرش او عریضو یو عمومي مدیریت شتون لري چې د مراجعینو اړتیاوو ته د رسېدنې په منظور د یو ځانګړي طرزالعمل له مخې د وزارت مقام او نورو اړوند برخو ته د مراجعینو د   لاسرسي لپاره اسانتیاوې برابروي.

  • د مراجعینو د غوښتنو او عریضو د محتوا له تفکیک وروسته عرض کوونکوته لازمې لارښوونې کوي.

 

  • مراجعین د مهال ویش له مخې د ځانګړي کارت په لرلوسره د وزارت مقام او نورو اړوند څانګو ته د ملاقاتونو او د ستونزې د حل په موخه رهنمایی کېږي.

ـ دغه راز مراجعینو ته ( د انتظار لنډ مهالی سالون د لازمو تجهیزاتو او خدمې په درلودلو سره) په ورځنۍ توګه په پام کې نیول شوی دی.

ـ د میلمنو او مراجعینو ملاقات په مستقیمه توګه یا د پذیرش په نوم د عمومي مدیریت له خوا د طرزالعمل په اساس د وزارت له اړوند څانګو سره په همغږۍ صورت مومي او تنظیمیږي.

د شکایتونو اورېدل: شکایتونه هم په مستقیمه توګه او هم د شکایتونوصندوق له لارې چې د وزارت د اداري ودانۍ په درېیم پوړ کې  نصب دی له اړوند څانګې سره شریک کیدای شي.

  • د ستونزو اورېدل او حلول:

ـ د خلکو د ستونزو راټولول له قومي مشرانو سره د مسؤلینود ورځنیو لېدنوکتنو، سفرونواو د کابل په شمول د هېواد په (۳۴) ولایتونو کې د جرګو ریاست له خوا د پلان شویو جرګو له لارې چې په هغې کې د ولایتونو د مرکز او ولسوالیو دیني عالمان، قومي مشران ، مخوراو ځوانان ګډون کوي اورېدل کېږي او د راپور تر جوړولو او د وزارت مقام له ملاحظې وروسته  په رسمي توګه د هرې سیمې ستونزه د حل په هدف له اړوند ادارو سره په رسمي توګه شریک کیږي.

 

  • د خپل منځي شخړو حل :

په ټوله کې دا ډول قضیې او غوښتنې په رسمي توګه د قضیې د یو لوري ( مدعي یا مدعي علیه )له خوا د مقام له احکامو او ملاحظې وروسته رسماً د شخړو د حل منتخبې کمېټې ته راجع کېږی، چې کمېټه له پوره درک او بررسۍ وروسته موضوع د رسمي مکتوب په وسیله په ولایتونو کې د وزارت اړوند دویم محترم اداري واحد سره شریکوي، تر څو یې هغوی د ولایت د والي ، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د شریعت په رڼا اویا د قومي مصلحتونو (جرگه ومرکه)  پر اساس د حل مناسبه لار ورته پیدا کړي.

 

د وزارت اړوند تعلیمي مرکزونو ته د زده کوونکو د جذب بهیرڅرنګوالی

 

د وزارت په تشکیل کې د یو باب کثیرالرشتوي انستیتوت په شمول ۱۱ تعلیمي مرکزونه شتون لري چې ۴ په مرکز او نور یې په ولایتونو کې موقعیت لري، مرکزي تعلیمي مرکزونو ته د جذب بهیر د یاد وزارت د ښوونې او روزنې ریاست اړوند د زده کوونکو د جذب عمومي مدیریت له خوا ترسره کېږي، د مرکز اړوند لېسو ته د جذب پروسه له اووم ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې ده چې د جذب سهمیه یې د نوي کال له پیل څخه مخکې د موظفې کمېټې له خوا تعینیږي او د هر ولایت سهمیه یې د اړوند ولایتونو ریاستونو او امریتونو ته د رسمي لیک له لارې استول کېږي

له هماغه تاریخ څخه مرکزي لېسو ته د جذب بهیر پیل او د لیسو د سهمې تر بشپړېدو پورې دوام مومي چې په مشخصه توګه یې تاریخ نه شي ذکر کېدلی.  

 

         کوچیانو ته د عامه خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی

 

په دې برخه کې د کوچیانو چارو د سمون عمومي ریاست اړوند د څړځایونو او اقتصادي خدمتونو ریاست کار او فعالیت کوي. نوموړی ریاست همغږي کوونکی دی د کوچیانو ستونزې د حل په موخه له سکتوري ادارو سره شریکوي او په لاندې ډول یې حلوي.

۱ـ د کوچیانو ستونزې له اداري دویمو واحدونو راټولوي او د حل په موخه یې له اړوند ادارو سره شریکوي.

۲ـ له امارتي ادارو ، ملي او نړیوالو موسسو سره د کوچیانو د ستونزو د حل په موخه غونډې جوړوي.

۳ـ د عارض کېدو له لارې هم کوچیان له یاد ریاست سره خپلې  ستونزې شریکوي چې ریاست یې له نورو اړوند ادارو سره د حل په موخه شریکوي.

۴ـ  یاد ریاست کوچیانو ته د ښه او غوره خدمت د وړاندې کولو په موخه په ولایتونو کې د ملي او نړیوالو ادارو د خدمتونو له څرنګوالي څخه   نظارت کوي.

۵ـ کوچي میشتو سیمو ته سفر کول او د دوی له خپلې ژبې ستونزې اورېدل او هغه له اړوند ولایتي ادارو سره شریکول.

او دغه رازد کوچیانو چارو د سمون عمومي ریاست اړوند د کوچیانو د سمون او اسکانو ریاست هم د پاسپورت او الکترونیکي تذکرو غوښتونکي کوچیان اړوند ادارو ته ورپېژني، بېلابېلو ولایتونو ته د سفرونو په ترڅ کې د کوچیانو لپاره له ګرځنده او ثابتو انساني او حیواني روغتیایي کلنیکونو د خدمتونو له څرنګوالي څخه نظارت کوي او د غور ه خدمتونو د وړاندې کولو په موخه همغږي رامنځته کوي له دې لارې هڅه کوي چې یاد خدمتونه په بهترین شکل وړاندې او ستونزې ورسره حل شي.

 

معلوماتو ته لاسرسی:

 

د وزارت اړوند د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د دغه وزارت  فعالیتونه د ویب پاڼې ، انسټا ګرام، یوټیوب او ټویټرله لارې په تصویري، لیکنۍ او ویډیو یي بڼه خپروي

او دغه راز په (جرګه او هموطن) نومونو مجلو کې چې د وزارت رسمي خپرنیز ارګانونه دي پر خبرونو سربیره علمي، سیاسي ، څېړنیزې او ادبي مقالې هم لوستلی شئ.

دا و د سرحدونو، قومونو اوقبایلو چارو په وزارت کې یوازې د عامه خدمتونو د وړاندې کولو څرنګوالی چې په ډېر احترام له تاسو سره شریک شو.

 

فورمې او لازم اسناد

د سرحدونو،قومونواوقبایلو چارو وزارت د دندو د پر مخ بیولو په منظور د هرې برخې لپاره مشخص طرزالعملونه، دکارکوونکو ریاست په برخه کې د ګمارنې او ارزونېفورمې، د تدارکاتو په برخه کې د داوطلبۍ، قراردادونواو پیرلو فورمې اوپه مالي برخه کې د مالي راپورورکولو، پیش پرداخت فورمې شتون لري او په نورو داړتیا وړ تقنیني اسنادو کار شوی دی چې د قانوني پړاوونو د تېرولو په بهیر کې قرار لري.

 

 

والسلام