ټرانسپورت وزارت

د ادارې پېژندنه

 د وزارت د ریاست نوم او لوګو

( ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت)

په څو کرښو کې د ادارې دندې او ماموریت په ساده ژبه:

 ماموریت

د داسې خوندي، اغېزمن، پایدار، د چاپېریال سره برابر او کم لګښته ځمکني او هوايي ټرانسپورټي سیستم رامنځته کول، پراختيا او پیاوړتیا، چې د نافذه قوانینو او نړیوالو معیارونو سره سم وي؛ تر څو له یوې خوا د هېوادوالو د ژوند د کیفیت د ښه‌والي او له بلې خوا د اسلامي امارت د عوایدو د سرچینو په زیاتېدو سره د هېواد اقتصادي ودې او پرمختګ لامل شي.

د ټرانسپورټ اوهوايي چلند وزارت اساسي دندې:

وزارت لاندې دندې او صلاحیتونه لري:

  1. د ستراتیژیو، پالیسیو، قوانینو، مقرراتو، کړنلارو او نورو اړوندو اسنادو طرحه، ترتیب او تطبیق.
  2. له هېوادونو سره د تړونونو، هوکړه‌لیکونو او پروتوکولونو په اړه طرحه، ترتیب او مذاکره.
  3. د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ سکتور د فعالیتونو رهبري، مدیریت او همغږي.
  4. د قوانینو، مقرراتو، کړنلارو، موافقه‌لیکونو او لایحو د تطبیق څارنه.
  5. د هېواد د هوايي ډګرونو د چارو تنظیم.
  6. د ملکي هوايي چلند نړیوال سازمان (ایکاو) د معیارونو سره سم د نړیوالو هوايي ډګرونو پراختیا او معیاري کول.
  7. د ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ خدمتونو وړاندې کول.
  8. د ملي مقرراتو او نړیوالو معیارونو سره سم د ملکي هوايي چلند خوندیتوب، امنیت او د ځمکني ټرانسپورټ د خوندیتوب تأمین.
  9. د زیربناوو جوړول، پراخول، ساتنه او پاملرنه.
  10. د ځمکني ټرانسپورټ د وسایطو د تخنیکي چک مرکزونو رامنځته کول.
  11. د نافذه قوانینو، کړنلارو او طرحو مطابق د ملي او نړیوالو ټرانسپورټي شرکتونو ته د فعالیت جواز ورکول.
  12. د توکو او مسافرو د لېږد کرایې تثبیت او د هغې د تطبیق څارنه.
  13. د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ عواید او حق‌الخدمت راټولول.
  14. د هوايي شرکتونو او د الوتکو د ترمیم مرکزونو د فعالیت تصدیق‌پاڼې صادرول.
  15. د ښاري عامه ټرانسپورټ اړوند چارو تنظیم.
  16. د ټرانسپورټي خدماتو او فعالیتونو په برخه کې د پانګونې جذبول.
  17. د ملکي هوايي چلند د انسټیټوټ له لارې د مسلکي کادرونو روزنه.
  18. د ځمکني ټرانسپورټ په تم‌ځایونو او ترمینلونو کې د وسایطو مدیریت او تنظیم.
  19. د ځمکني ټرانسپورټ په برخه کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي لپاره د وقایوي تدابیرو پلي کول.
  20. د اړوندو ادارو په همغږۍ د توکو د لېږد او ټرانزېټ لپاره د نړیوالو مجازو(اجازه لرونکو) ځمکنیو مسیرونو ټاکل.      
  21. د الوتکو لپاره د نويو هوايي مسیرونو ټاکل.
  22. هوايي سفرونو کې د مسافرو ستونزو ته رسېدنه.

 

1.      طرزالعملونه، لوایح او مقررات

د ټرانسپورتي شرکتونو د فعالیت تنظیم او د فعالیت جواز صادرول

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د دې لپاره چې د ټرانسپورتي شرکتونو چارې په ښه توګه تنظیم او همغږي شي او معیاري ټرانسپورتي خدمات وړاندې شي، د «د ټرانسپورټي شرکتونو د فعالیت د جواز صادرولو او د فعالیت د تنظیم طرحه»  تر نوم لاندې یوه طرحه ترتیب کړې ده، چې د اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عالي مقام د (   ) شمېرې حکم له مخې نافذه شوې ده.

الف: د توکو او مسافرو د لېږد فعالیتونو ډولونه

د یادې طرحې د څلورمې مادې له حکم سره سم، د توکو او مسافرو د لېږد فعالیتونه په لاندې ډولونو وېشل شوي دي، چې له مخې يې شرکتونو ته په هر ډول کې جواز ورکول کېږي:

  1. د لوړو بارونو لېږد (لوړ تناژ)
  2. د منځني بارونو لېږد (منځنی تناژ)
  3. د ساختماني او تعمیراتي موادو لېږد
  4. د زرنجو له لارې بار لېږدونه
  5. د لوی ظرفيت مسافروړونکي (لوی بسونه)
  6. د ټیټ ظرفيت مسافروړوکي
  7. اطرافي ټکسي چلونه
  8. ښاري ټکسي چلونه
  9. انلاین ټکسي
  10. ښاري عامه مسافروړونکي
  11. ښاري میني بس مسافروړونکي
  12. ریکشا مسافروړونکي

ب: ټرانسپورټي شرکت ته د جواز ورکول شرایط

  1. د شرکت د جوړولو لپاره وزارت ته غوښتنلیک وړاندې کول، چې پکې د رئیس او مرستیال پېژندنه، د بنسټ‌اېښودونکي، د شرکت نوم او د شرکت مرکزیت ذکر شوی وي.
  2. په هر فعالیت ډول کې لږ تر لږه د لسو (۱۰) عرادو وسایطو شتون، چې د هغوی د ترافیکي جواز (جواز سیر) د شرکت د رئیس، مرستیال او بنسټ‌اېښودونکو په نوم وي.
  3. د صنعت او سوداګرۍ وزارت څخه د پانګونې جواز ترلاسه کول.
  4. پېژندل شوي وسایط باید تخنیکي ارزونه په بریالیتوب سره تېره کړي.
  5. د فعالیت د جواز فیس ورکول، چې د فعالیت له ډول سره سم له (۵۰۰۰) پنځه زره افغانۍ څخه تر (۷۵۰۰) اووه زره، پنځه سوه افغانیو پورې وي.

ج: د شرکت نمایندګۍ د فعالیت جواز

(۱)  د شرکت نمایندګۍ د جوړولو شرایط:

  1. د شرکت د مسؤلینو له خوا د نمایندګۍ د جوړولو غوښتنلیک وړاندې کول.
  2. د وسایطو درلودل چې معتبر جواز سیر، برېښنايي کارت او د مسیر ټاکلو کتابچه ولري.
  3. د نمایندګۍ د جواز فیس ورکول، چې له (۱۲۵۰) یو زر، دوه سوه پنځوس افغانۍ څخه تر (۱۷۵۰) یو زر، اووه سوه پنځوس افغانیو پورې وي.

(۲) د جواز د ترلاسه کولو موده:

که چېرې د شرکت د وسایطو اسناد بشپړ وي، د نمایندګۍ د فعالیت جواز په اوسط ډول د ۱ څخه تر ۲ کاري ورځو په موده کې ورکول کېږي.

د ټرانسپورتي وسایطو لپاره د برېښنايي کارت او د مسیر ټاکلو کتابچې وېش

برېښنايي کارت او د ټرانسپورتي مسیر کتابچه: یو رسمي بها لرونکی سند دی، چې د وسایطو مشخصات، د اړوند شرکت او د وسایطو د فعالیت مسیر پکې درج وي او د مشتری د غوښتنې له مخې د یو، دوو یا دریو کلونو لپاره ورکول کېږي، چې د ټرانسپورتي اسنادو په توګه پېژندل کېږي.

د ملکیت له مخې د ټرانسپورتي وسایطو ډولونه:

  1. د شرکت د لومړنۍ پانګې وسایط: هغه وسایط دي، چې اصلي ملکیت یې د شرکت د رئیس، مرستیال او نورو بنسټ‌اېښودونکو پورې اړه لري. د دې وسایطو د فعالیت تنظیم او نورې اړوندې چارې د شرکت مسؤلیت دی او دغه وسایط د شرکت د لومړنۍ پانګې په توګه پېژندل کېږي.
  2. انفرادي وسایط: هغه وسایط دي، چې د افرادو شخصي ملکیت وي. د دې وسایطو د فعالیت تنظیم لپاره، د شرکت په چوکاټ کې په قراردادي ډول د شرکت په توګه ثبت او په احصائیه کې شاملېږي. شرکت مکلف دی چې د قرارداد له مخې یې فعالیت تنظیم کړي.

 

د نوو شامل شوو وسایطو لپاره د برېښنايي کارت او کتابچې ورکولو او تجدید طریقه:

  • د ترافیکو ریاست مکتوب / د ټرانسپورټي اسنادو سابقه
  • د تړون ليک فورمه
  • په اړوند ډیټابېس سیستم کې ثبت
  • د تخنیکي ارزونې لپاره د وسایطو پېژندل او که GPS نصب شوی وي، اړوند څانګې ته معرفي کول
  • د کارت او کتابچې د قیمت لپاره د تعرفې وېش
  • په سیستم کې د کارت معلومات ثبتول
  • د کارت او کتابچې وېش

د ټرانسپورټي اسنادو مثنی (بدیل): که د ټرانسپورټي اسنادو ضایع کېدل رامنځته شي، د سند لرونکی مکلف دی، چې د درې (۳) ورځو په موده کې د افغان اعلاناتو ادارې له لارې د ورکېدو اعلان خپور کړي. که چېرې اسناد په همدې موده کې ونه موندل شي، غوښتونکی کولای شي، مرکزي یا ولایتي څانګو ته مراجعه وکړي او د مثنی (بدیل) اسنادو غوښتنه وړاندې کړي.

د برېښنايي کارت او مسیر کتابچې د غوښتنې فورمه:

اړوندې پالیسۍ او ستراتیژۍ

۱. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معیاري ټرانسپورټي خدمتونو وړاندې کولو پالیسي

د ا.ا.ا د چارو ادارې محترم لوی رياست له خوا د (۱۶۴۰) ګڼې او د (۲۱/۰۱/۱۴۴۵) نېټې مکتوب له مخې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) شفاهي هدایت، چې د ریاست الوزراء د سیاسي معاونیت له لوري د (۷۳) ګڼه مکتوب، چې په (۱۸/۰۱/۱۴۴۵) نېټه صادر شوی و، له دې وزارت سره شریک شوی او دا پالیسي د همدې لارښوونې پر بنسټ ترتیب شوې ده.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت پالیسي په درې اساسي برخو وېشل شوې ده؛ په لومړۍ برخه کې عمومي موضوعات مطرح شوي، په دوه‌يمه برخه کې د ځمکني او هوايي ټرانسپورټ اوږدمهاله او ستراتیژیک پروګرامونه تشریح شوي او په درېیمه برخه کې د هغې د تطبیق او څارنې اړوند موضوعات ځای پر ځای شوي دي. دا پالیسي د وزارت د ځمکنیو او هوايي خدماتو د لویو او اوږدمهالو پروګرامونو لپاره یو منظم چوکاټ برابروي، چې د هغې په عملي کېدو سره به د ټرانسپورټ په سکتور کې موجودې ستونزې حل او د ځمکني او هوايي خدماتو په وړاندې کولو کې به د پام وړ مثبت بدلونونه رامنځته شي.

د واټ ټرانسپورټ ستراتیژیک پلان

د افغانستان د ټرانسپورټ سکتور د ټرانسپورټي خدماتو د وړاندې کولو له مهمو برخو په توګه د هېواد د اقتصادي ودې په برخه کې ټاکونکی رول لري او که چېرې د نړیوالو معیارونو په رعایت سره پراختیا ومومي، افغانستان کولای شي د اسیا او نورو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو توکو د ټرانزيټ په مهم مرکز بدل شي. د همدې لیدلوري پر بنسټ، د واټ ټرانسپورټ سکتور ستراتیژیک پلان د موجودو ستونزو د حل او د دې سکتور د ښه والي په موخه د ټول هېواد په کچه، د ۱۴۰۲ څخه تر ۱۴۰۶لمریز کال (چې د ۱۴۴۵ څخه تر ۱۴۴۹ هـ ق سره سمون لري) کلونو لپاره ترتیب شوی، تر څو په هېواد کې د یو منظم، خوندي، د لاسرسي وړ، د باور وړ، د چاپېریال سره سازګار، پایدار او کم لګښته ټرانسپورتي سیستم د رامنځته کېدو زمینه برابره شي.

دا ستراتیژیک پلان د واټ ټرانسپورټ سکتور اړوند د شته اسنادو تر مطالعې، د اوسني وضعیت تر ارزونې او د اړوندو بنسټونو له مسؤلینو او لومړۍ او دويمي درجې واحدونو سره د هر اړخیزو مشورو وروسته ترتیب او تدوین شوی او په څلورو فصلونو وېشل شوی دی. په لومړي فصل کې عمومي موضوعات لکه: د واټ ترانسپورت د سکتور د اوسني وضعیت ارزونه او د ستونزو پېژندنه مطرح شوې ده. په هېواد کې د معیاري ټرانسپورټي خدماتو نشتوالی تر ټولو لویه او اساسي ستونزه ګڼل شوې ده. همدارنګه د سړکونو ناخوندیتوب، د معیاري ټرانسپورټي تاسیساتو نشتوالی، د بودجې کموالی، نامنظم پرمختګ او د بنسټیزې پراختیا نشتوالی د دې ستونزو له مهمو لاملونو څخه بلل شوي دي. په همدې فصل کې د دې ستراتیژیک پلان د ترتیب طریقه، میتود او د څېړنې څرنګوالی هم بیان شوی دی.

په دوه‌يم فصل کې د واټ ټرانسپورټ سکتور ستراتیژیکو موخو ته ځای ورکړل شوی، چې په مجموع کې ورته پنځه اساسي اهداف ټاکل شوي دي؛ له هغې جملې څخه: د واټ ټرانسپورټ اړوند چارو تنظیم، د ملي او نړیوالو معیارونو سره سم د ټرانسپورټي خدماتو د وړاندې کولو لپاره د زمینې برابرول، د خصوصي سکتور ملاتړ او هڅونه، د مسافرو د تګ راتګ (ښاري عامه ټرانسپورټ)، د توکو د لېږد تضمین او د معلوماتي ټکنالوژۍ د پراختیا تر څنګ د مالي، اداري او بشري سرچینو پیاوړتیا. هر هدف څو فرعي اهداف او فعالیتونه لري او دغه اهداف او فعالیتونه د ترلاسه شوو پایلو پر بنسټ په لنډه توګه تشریح شوي دي.

په درېیم فصل کې د ستراتیژیک پلان د تطبیق په اړه بحث شوی او د پراختیايي بودجې د زیاتوالي لپاره اړوندې پالیسۍ او لومړیتوب لرونکي پروژې پکې شاملې شوې دي. همدارنګه د ځانګړو عملي او تطبیقي میکانېزمونو له لارې د بودجې د زیاتوالي طرحه، د نړیوالې همغږۍ پیاوړتیا، مشورتي پروسې او سازماني همغږي هم په همدې فصل کې تشریح شوې ده.

په څلورم فصل کې د معاصرو څارونکو(نظارت) لارو چارو او اغېزمنو شاخصونو په پام کې نیولو سره، د ستراتیژیک پلان د تطبیق د ارزونې او څارنې په اړه بحث شوی دی. د دې پلان د تطبیق څارنه او ارزونه د شفافیت، حساب ورکونې او د چارو د چټکتیا زمینه برابروي، تر څو د ټرانسپورتي خدماتو په وړاندې کولو کې اسانتیاوې رامنځته شي او وزارت وکولای شي خپلې ستراتیژیکې موخې تر لاسه کړي.

د مالي سرچینو د جذب څرنګوالی، د بشري ظرفیتونو لوړول، څارنه او ارزونه د ستراتیژیک پلان د تطبیق له مهمو او اغېزمنو عواملو څخه شمېرل کېږي؛ په داسې ډول چې په دې برخو کې هر ډول نیمګړتیا کولای شي د دې ستراتیژیک پلان تطبیق له خطرونو او ننګونو سره مخ کړي.

د اوسیدونکو لپاره شته خدمات

د اوسېدونکو لپاره د وړاندې کېدونکو خدمتونه

د هغو ټولو عامه خدمتونو فهرست چې یاد وزارت يې خلکو ته وړاندې کوي:

 

الف: د واټ ټرانسپورټ برخه

  1. د ټرانسپورټي شرکتونو جوړول او هغوی ته د فعالیت جواز ورکول.
  2. د ټرانسپورتي شرکتونو نمایندګیو ته د فعالیت جواز ورکول.
  3. په محلي، ملي او نړیواله کچه د مسافرو او توکو د لېږد تنظیم.
  4. د ټرانسپورټي زیربناوو او تاسیساتو جوړول او پراختیا، چې د بار او مسافرو تمځایونه (ترمینلونه)، ښاري تمځایونه او سټېشنونه، تير‌پارکونه،  ټرانسپورټي هډې، لوژستیکي مرکزونه، برېښنايي دروازې او د برېښنايي تخنیکي معاینې مرکزونه پکې شامل دي.
  5. د وسایطو فني او تخنیکي ارزونه او معاینه.
  6. د بین‌الولایتي بار وړونکو وسایطو د بارولو د نوبت (رونډ نوبت) مدیریت او تنظیم.

 

ب: د ملکي هوايي چلند برخه

  1. په هوايي ډګرونو کې د الوتنو مدیریت او تنظیم.
  2. په هوايي ډګرونو کې مسافرو ته د خدماتو وړاندې کول.
  3. د هېواد له هوايي ډګرونو څخه د حاجیانو د انتقال د پروسې تنظیم.
  4. مسافرو او شرکتونو ته د هوايي امنیتي خدماتو وړاندې کول.
  5. ټاکل شويو ځایو نو ته دد مسافرو او سوداګريزو توکو هوايي لېږد.
  6. معلولینو او ماشومانو ته ځانګړي خدمات وړاندې کول.
  7. د هوايي چلند معلوماتو نشريه چاپول.
  8. په الوتنو کې د مسافرو ستونزو او شکایتونو ته رسېدنه.
  9. د هوايي شرکتونو لپاره په هوايي ډګرونو کې د پارکینګ خدمتونو تنظیم.
  10. په ټول هېواد کې هره ورځ د هوا پېژندنې معلومات وړاندې کول.

۵. د اړیکو معلومات او د اپلېکېشن د لاسرسي کچه

ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت:
کابل – افغانستان، وزیر محمد اکبرخان ۱۴سړک، ملي راډیو تلویزیون ته څېرمه

رسمي او نوکریوالي اړیکې شمېرې

برېښنالیک او رسمي وېب‌پاڼه:
📧 info@mota.gov.af
🌐 https://mota.gov.af/

د کار وخت: ( 08:00 – 04:00 )

۶.  شته آنلاین تړوني

که اداره آنلاین سیستمونه ولري (لکه: تذکره، آنلاین پاسپورټ، آنلاین مالیه ورکول او نور)، نو اړوند تړوني باید په اپلېکېشن کې شریک شي.
(په دې برخه کار روان دی)

۷. مهم اعلانونه او خبرونه

د عامه خدمتونو اړوند رسمي اعلانونه

د وزارت اړوند خبرونه، خلک باید ترط خبر وي:

۱. https://www.facebook.com/profile.php?id=61550952701045

۲. https://x.com/DChlnd

۳. https://whatsapp.com/channel/0029VaiDYQE9xVJcVthtnQ02

۴. https://www.youtube.com/@Ministry_transport_aviation

 

د شفافیت او شکایتونو برخه

د شکایتونو د ثبت کړنلاره: شکایتونه د وېب‌سایټ او ځانګړې ټیلیفوني شمېرې له لارې ثبتېږي او د رسېدنې لپاره اړوندو ریاستونو ته لېږل کېږي.

شکایتونو ته د رسېدنې لپاره د اړیکو لارې:

  • د شکایتونو د ثبت آنلاین فورمه په وېب‌پاڼه کې: (mota.gov.af)
  • د شکاياتو ثبت شمېره: 0745698000