د صفایۍ محصول په اړه د ریاستالوزراء محترم مقام د حکم پلي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د صفایۍ محصول په اړه د ریاستالوزراء محترم مقام د حکم پلي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د ا.ا.ا د ریاستالوزراء محترم مقام د حکمونو او لارښوونو پلي کېدو او د ښاروالیو د صفایۍ محصول د پورونو تصفیې په موخه، د چارو ادارې عمومي ریاست د امارت چارو انسجام مرستیال، مولوي عبدالباري عاطف په مشرۍ، د ښاروالیو چارو انسجام عمومي ریاست د مسؤولینو، وزارتونو او امارتي ادارو د استازو په ګډون د چارو ادارې عمومي ریاست کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
سهشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق ربیعالاول ۱۸مه/۱۴۰۵هـ.ش وږي ۱۰مه.
د غونډې په پیل کې د امارت چارو انسجام مرستیال وویل؛ ښاروالیانې غیر بودجوي ادارې دي او د دې ادارې د خدمتونو وړاندې کول د صفایۍ محصول له راټولولو سره تړاو لري. نوموړي له وزارتونو او خپلواکو امارتي ادارو څخه وغوښتل چې خپل د صفایۍ پاتې محصول تصفیه کړي.
وروسته د چارو ادارې عمومي ریاست د لارښوونو او حکمونو د تعقیب رئیس، مولوي فضل احمد حقاني، د غونډې د موخې او اجنډا په اړه معلومات وړاندې کړل.
ورپسې د ښاروالیو چارو انسجام عمومي ریاست تخنیکي او مسلکي مرستیال، مولوي حسامالدین صابري وویل چې نظام د وزارتونو او ادارو پر همکارۍ او همغږۍ ولاړ دی او د ښاروالیو انسجام عمومي ریاست هغه مهال خپلې موخې ته رسېدای شي چې ادارې له ښاروالیو سره لازمه همکاري وکړي او خپل د صفایۍ محصول پر وخت ادا کړي.
د وزارتونو او امارتي ادارو استازو د خپلو اړوندو ادارو د صفایۍ محصول د پاتې پورونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل او ژمنه یې وکړه چې د خپلو ادارو پاتې د صفایۍ محصول به تصفیه کړي.
په دې غونډه کې د ښاروالیو انسجام عمومي ریاست ته دنده وسپارل شوه چې د وزارتونو او امارتي ادارو د پاتې پورونو په اړه له اړوندو ادارو سره د همغږۍ ناستې ترسره کړي، د پورونو کره اندازه تثبیت او اړوندې ادارې د خپلو پورونو تصفیې ته وهڅوي.
غونډه د قرانکریم په تلاوت پیل او د خیر په دعاء پای ته ورسېده.