د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د هېواد د چاپخونو اتحادیې له مسؤولینو سره وکتل

د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د هېواد د چاپخونو اتحادیې له مسؤولینو سره وکتل

د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمد ضیا خالد په خپل کاري دفتر کې د بهیر ګروپ له رئیس شیر باز کمین‌زاده، د چاپخونو اتحادیې رئیس عبدالحسین فرهاد او د یادې اتحادیې یو شمېر غړو سره د چاپخونو د ستونزو د حل په موخه وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفرالمظفر ۱۹مه / ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۱۲مه

د غونډې په پیل کې شیر باز کمین‌زاده د هېواد د چاپخونو اتحادیې په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې اتحادیې د وړتیاوو یادونه یې وکړه. نوموړي همداراز د چاپي کاغذ او کارتن د وارداتو برخه کې شته ستونزې بیان کړې او د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس څخه یې وغوښتل چې د چاپي کاغذ د وارداتو د مالیې د ټاکل شوي نورم برخه کې د معیار او کیفیت له ادارې سره همکاري وکړي.

د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه ګذارۍ د تسهیل رئیس د اتحادیې ستونزې واورېدې او ویې ویل: د چاپ له سکټور څخه ملاتړ د اسلامي نظام له مسؤولیتونو څخه دی. نوموړي ټینګار وکړ، چې د ټاکل شوي معیار په اړه به د معیار او کیفیت ادارې له مسؤولینو سره خبرې وکړي او د یادې ستونزې د حل لپاره به هڅې وکړي.

مولوي انجنیر احمد ضیا خالد زیاته کړه، چې د چاپ سکټور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به هر اړخیزې هڅې ترسره کړي او ډېر ژر به له یوه پلاوي سره یوځای د چاپخونو له وضعیت څخه لیدنه وکړي.

غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.