د چارو ادارې عمومي رئیس: د حقایقو پر وخت رسول د رسنیو مسؤولیت دی
د چارو ادارې عمومي رئیس: د حقایقو پر وخت رسول د رسنیو مسؤولیت دی
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، دولتي مسؤولینو او د رسنیو استازو د حکومت د رسنیو مرکز کې د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» برنامه کې ګډون کړی و. د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: د رسنیو مسؤولیت دی چې خلکو ته پر وخت حقایق ورسوي.
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د صفر ۱۲مه / ۱۴۰۵ هـ.ش کال د زمري ۵مه
د چارو ادارې عمومي رئیس، د اسلامي امارت د زعیم سپارښتنې ته په اشارې وویل: د لاسته راوړنو انعکاس د خلکو د خوښۍ سبب ګرځي او د رسنیو له مهمو مسؤولیتونو څخه دي. هغه زیاته کړه: هر څومره چې لاسته راوړنو ته انعکاس ورکوو، هماغومره د خلکو د خوښۍ لامل ګرځي، نو دا یو عبادت دی.
نوموړي وویل؛ د رسنیو برخې مسؤولیت دی چې د بېبنسټه نیوکو او ناسم تبلیغاتو پر وړاندې خلکو ته کره او رښتیني معلومات وړاندې کړي. هغه زیاته کړه: حقایق باید له بشپړې څېړنې وروسته له خلکو سره شریک شي او اسلامي امارت له لومړۍ ورځې تر اوسه د روڼتیا او رښتینولۍ اصل ته ژمن پاتې شوی دی.
هغه د هېوادوالو د بېرته راستنېدو تجربو ته په اشارې وویل، ځینې کسان هېواد ته له راستنېدو مخکې د معلوماتو له تشې سره مخ وي، خو د هېواد له واقعي وضعیت سره تر بلدتیا وروسته یې لیدلوری بدلېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې د حقیقت بیانول د اسلامي امارت له اساسي اصولو څخه دي.
د چارو ادارې عمومي رئیس د «حکومت د مطبوعاتو په هېنداره کې» برنامه یو ګټور نوښت وباله او د یاد اقدام ستاینه یې وکړه.
ياده غونډه چې د قران کريم په تلاوت پیل شوې وه، د خير دعا سره پای ته ورسېده.