د چارو ادارې عمومي رئیس: خلکو ته باید خدمتونه وړاندې او اسانتیاوې رامنځته شي
د چارو ادارې عمومي رئیس: خلکو ته باید خدمتونه وړاندې او اسانتیاوې رامنځته شي
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخالحدیث مولوي نورالحق انور، د اداري پروسو سادهکولو د مهارتونو روزنیز پروګرام کې، چې د وزارتونو او امارتي ادارو د اداري پروسو د سادهکولو د کمېټو غړو لپاره جوړ شوی و، ګډون او وینا وکړه.
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال صفر المظفر لومړۍ/ ۱۴۰۵هـ.ش کال چنګاښ ۲۵مه
د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور وویل: د نظام د مکلفيت خلاصه دا ده، چې خلکو ته خدمتونه وړاندې، آسانتیاوې رامنځته او په سمه توګه یې حقوق ورکړل شي، په تېرو څو لسیزو کې د ډېرو ستونزو برسېره یوه لویه او دوامداره ستونزه دا وه چې تېرو نظامونو کې هېچا توجه نه ده ورته کړې، بلکې بر عکس یې د ستونزې جوړولو کې په زغرده قدم اخیستی، چې پایله کې یې پروسې زیاتې شوي او سختې شوې دي.
د چارو ادارې عمومي رئیس وویل: ډېرې پروسې داسې دي چې د افغانستان جغرافیې او بالخصوص د اسلامي ټولنې سره یې ربط نه لاره، رائجېدل يې هم د روڼتیا او معياريتوب په بنياد نه بلکې د ناسمو غرضونو په خاطر شوي، چې الحمد لله اوس د نظام او هېواد په کچه د چارو د ساده کولو انګيزه ورځ تر بلې پياوړې کېږي چې موږ او تاسو يې شاهدان يو او دا د نظام او هېواد لپاره ګټور او په زړه پورې اقدام ګڼلای شو.
د یادونې وړ ده چې دغه روزنیز پروګرام د روان کال د چنګاښ له ۲۰مې تر ۲۵مې پورې د وزارتونو او امارتي ادارو د اداري پروسو د ساده کولو د کمېټو غړو لپاره جوړ شوی و.
غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوې وه د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.