پنجشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق صفرالمظفر لومړۍ/۱۴۰۵هـ.ش چنګاښ ۲۵مه.
د عالیقدرامیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه تعقیبي غونډه ترسره شوه
پنجشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق صفرالمظفر لومړۍ/۱۴۰۵هـ.ش چنګاښ ۲۵مه.
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه څلورمه تعقیبي غونډه، د چارو ادارې عمومي ریاست د مطبوعاتو رئیس مفتي احسانالله بدر په مشرۍ، د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو، لوړو زدهکړو، پوهنې، کورنیو چارو، ارشاد، حج او اوقافو، اطلاعاتو او فرهنګ، سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارتونو، د احکامو، فرمانونو او تعقیب لوی ریاست، د معینانو او نماینده ګانو، د امارت د راپورونو، پلان، ارزونې او تحلیل رئیس او د چارو ادارې د مطبوعاتو ریاست د مرستیال په ګډون ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د چارو ادارې عمومي ریاست د مطبوعاتو رئیس مفتي احسانالله بدر د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۱۷مې ګڼې فرمان د هر اړخیز پلي کېدو پر اهمیت او عملي پایلو خبرې وکړې.
نوموړي زیاته کړه، د ۱۷مې ګڼې فرمان په اړه د عامه پوهاوي ترڅنګ، د هغه د عملي پایلو ارزونه هم اړینه ده. هغه وویل: د یاد فرمان په چوکاټ کې د شاملو ادارو له استازو څخه جوړه شوې مرکزي کمېټه، د فرمان د عملي پلي کېدو پایلې په جدي توګه څاري.
ورپسې د یادو ادارو استازو د فرمان د صادرېدو له نېټې تر اوسه د ټولو ترسره شويو فعالیتونو راپورونه او د راتلونکي کال لپاره جوړ شوي کاري پلانونه هم د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د فرمان د عملي پلي کېدو د پایلو راټولولو لپاره چمتو شوی فورم دې ټولو اړوندو ادارو ته واستول شي. همداراز دې، د ناسمو دودونو او رواجونو د مخنیوي په موخه ترتیب شوی تطبیقي پلان د وروستي کولو لپاره د غونډې له ګډونوالو سره شریک کړل شي.
یاده غونډه، چې د چارو ادارې عمومي ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه، د قران کریم په تلاوت پیل او د خیر دعاء سره پای ته ورسېده.