د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه‌ګذارۍ د تسهیل رئیس هرات ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه‌ګذارۍ د تسهیل رئیس هرات ولایت ته سفر وکړ

د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایه‌ګذارۍ د تسهیل رئیس، مولوي انجنیر احمدضیاء خالد په مشرۍ د مالیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، کور او ښار جوړولو وزارتونو، صنعت او سوداګرۍ او همدارنګه د صنایعو او کانونو خونو د استازو په ګډون یو پلاوي د هېواد په بندرونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه شنبې ورځ د غبرګولي ۲۰مه هرات ولایت ته سفر وکړ.

د یاد سفر پر مهال مولوي انجنیر احمدضیاء خالد د هرات له والي، شیخ نوراحمد اسلام‌جار سره وکتل او زیاته یې کړه چې د دې سفر موخه د هېواد په بندرونو کې پانګوالو ته د لا زیاتو اسانتیاوو برابرول دي.

ورپسې د هرات والي، شیخ نوراحمد اسلام‌جار، د یادې موضوع په اړه خپل نظرونه شریک کړل او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړ.

ټاکل شوې ده چې دغه پلاوی د تورغنډۍ، اسلام‌کلا او د نیمروز ولایت له بندر څخه هم لیدنه وکړي. د یادو اسانتیاوو رامنځته کولو لګښت به د خصوصي سکټور د ملاتړ له صندوق څخه تمویل شي.