د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ ریاست په مشرۍ د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي ریاست د پالیسۍ او ستراتېژۍ رئیس، مفتي عبدالواحد عثماني، په مشرۍ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له استازو سره د طرحو، پالیسیو او ستراتیژیو د تدوین په برخه کې د همکاریو د پیاوړتیا په موخه د پالیسۍ او ستراتیژۍ رئیس په کاري دفتر کې د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
چهارشنبه، محرمالحرام اتمه/ چنګاښ درېیمه.
مفتي عبدالواحد عثماني د غونډې موخه د کرنې له سکټور سره د اړوندو طرحو، پالیسیو او ستراتیژیو د تدوین او پراختیا په برخه کې د دواړو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ رامنځته کول وبلل.
نوموړي د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې د کرنې سکټور پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل؛ افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د هېواد ډېره برخه وګړي په کرنه پورې تړلي دي؛ له همدې امله هر هغه فعالیت چې د کرنې د ودې او پراختیا لامل ګرځي، موږ چمتو یو چې په هغه برخه کې هر اړخیزه همکاري او همغږي وکړو.
ورپسې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت استازي، حشمت الله شهراني، د کرنیزو طرحو، پالیسیو او ستراتیژیو د تدوین په برخه کې د وزارت د برنامو، اړتیاوو او لومړیتوبونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل. نوموړي د وزارت د برنامو اغېزناک تطبیق لپاره د چارو ادارې عمومي ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ترمنځ پر همغږۍ ټینګار وکړ او د چارو ادارې عمومي ریاست د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې د دواړو ادارو د کرنې برخې متخصصین به د ستونزو د حل او د طرحو او پالیسیو د لا بډاینې په موخه په دوامداره توګه ګډې غونډې ترسره کوي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.