د پانګونې اسانتیا رئیس د پیمان بطرۍ جوړولو فابریکې څخه لیدنه وکړه

د پانګونې اسانتیا رئیس د پیمان بطرۍ جوړولو فابریکې څخه لیدنه وکړه

د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس، مولوي انجنیر احمدضیاء خالد، کابل ښار کې د پیمان بطرۍ جوړولو فابریکې مسؤولینو سره د لیدنې ترڅنګ د یادې فابریکې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

چهارشنبه، ۱۴۴۷هـ.ق ذوالحجې ۲۴مه/۱۴۰۵هـ.ش غبرګولي ۲۰مه.
د چارو ادارې عمومي ریاست د پانګونې اسانتیا رئیس وویل؛ د کورنیو تولیداتو پر کارونې د هڅونې لپاره پر تشویقي طرحو کار روان دی؛ ترڅو خلک له کورنیو تولیداتو څخه استفاده وکړي. نوموړي زیاته کړه؛ هېواد کې سترې تولیدي فابریکې فعالیت لري چې ځانګړې پاملرنې او ملاتړ ته اړتیا لري.

د پیمان بطرۍ جوړولو فابریکې عمومي مدیر جمشید محمودي، د اسلامي امارت له ملاتړ څخه د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وویل چې کورنیو فابریکو په بازار کې خپل ځای موندلی او دغه فابریکه د هېواد د بشري سرچینو پر مټ د بطریو د تولید ټول بهیر په لوړ کیفیت پرمخ وړي.

مولوي انجنیر احمدضیاء خالد ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت هڅه کوي د کورنیو فابریکو لپاره لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو هېواد له بهرنیو اړتیاوو څخه خلاص شي.

د یادونې وړ ده چې د پیمان بطرۍ جوړولو فابریکه د ۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په پانګونه جوړه شوې ده او هره ورځ شاوخوا درې زره بېلابېلې بطرۍ تولیدوي او شاوخوا۲۰۰ تنه پکې پر دندو بوخت دي.