د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د سرپل ولایت له یو شمېر علماوو او مشرانو سره ولیدل

د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس د سرپل ولایت له یو شمېر علماوو او مشرانو سره ولیدل
چهارشنبه، محرم الحرام شپږمه/چنګاښ ۱۱مه.
د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو تالار کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس مولوي محمد رباني ناصح د سرپل ولایت له یو شمېر علماوو، قومي مشرانو او ځوانانو سره د هغوی د ستونزو د حل په موخه ولیدل.
پیل کې د فرهنګي او ټولنیزو چارو ریاست مرستیال نورمحمد حیدري د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: ناسته یې نمایشي بڼه نلري بلکې امکاناتو ته په کتو به ستاسو ستونزو ته رسیدګي کېږي.
دغه راز راغلو قومي مشرانو د یادې غونډې له جوړولو خوښي څرګنده کړه او د سړکونو، پل او پلچکونو نشتون، معیاري روغتونونو، د څښلو او کرنیزو اوبو، سړو خونو، مخابراتي پایو، برېښنا، ولسوالیو کې د ښوونځیو ودانیو او معلمینو کمبود او د سنګچارک، مسجد سبز او سلطان ابراهیم بندونو جوړول له خپلو بنسټیزو او اساسي ستونزو څخه یاد کړل.
د چارو ادارې لوی ریاست د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس وویل: د اسلامي امارت له مسؤولینو سره د ابادۍ، پرمختګ او خپلو ولسونو ته د اسانتیاوو برابرولو انګیزه او احساس شته او دا له خپلو مکلفیتونو ګڼي. ورپسې یې د ګډونوالو ستونزې او غوښتنې واورېدې او له اړوندو ادارو سره يې د حل په موخه د شریکولو ډاډ ورکړ.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء پای ته ورسېده.