د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستیال د ملکي خدمتونو انسټیټیوټ له تدريسي بهير څخه ليدنه وکړه

 

د چارو ادارې لوی رياست مالي او اداري مرستيال مولوي محمود شاه زاهد د اداري اصلاحاتو د ملکي خدمتونو انسټيټيوټ له تدریسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د دې انسټيټيوټ د فعاليتونو ستاینه یې وکړه.

دا ليدنه چې نن دوشنبه (شوال المکرم ۲۳ /غوايي لومړۍ)ترسره شوه، پر مهال يې د ملکي خدماتو انسټیټیوټ رئيس، مرستیال او د ادارې یو شمیر استادانو هم حضور درلود.

د چارو ادارې لوی رياست د مالي او اداري مرستیال مولوي محمود شاه زاهد د دې انسټیټوټ له مختلفو ټولګيو څخه د لیدنې پر مهال، له شته فرصتونو څخه د مؤثرې استفادې پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان په هره برخه کې ډېرو هڅو او خدماتو ته اړتیا لري او مسؤولين بايد خپل مسؤولیتونه په سمه توګه ترسره کړي.

ښاغلي زاهد د انسټیټوټ د استادانو د فعالیتونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک ډېر کړېدلي دي او په وينا يې اړینه ده چې دوی ته په هره برخه کې مناسب خدمات وړاندې شي ترڅو هیواد د سوکالۍ او پرمختګ په لور لاړ شي.

بل لور ته د پوهنې وزارت مالي رئیس مولوي صدرالدین سعد، د مدیریت او رهبرۍ روزنیزو پروګرامونو د ګډونوالو په استازیتوب پخپله وينا کې د ملکي خدمتونو انسټیټوټ د استاذانو د هڅو او تدريسي اسانتیاوو برابرولو ستاینه وکړه او د دې تعلیمي پروګرامونو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.