د خلکو ستونزو ته رسېدنه؛ د پوهنې وزارت د ۱۳۶ ساده شويو پروسو هوکړه ليک لاسليک شو

د چارو ادارې لوی رياست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د ساده شويو اداري پروسو د پلي کېدو هوکړه ليک لاسليک شو.

په دې اړه غونډه چې نن «چهارشنبه وري ۲۷مه/ شوال المکرم ۱۸مه» د پوهنې وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په کې د چارو ادارې لوی رياست د امارت چارو د انسجام مرستیال مولوي سیف الدین تائب، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو عمومي رئيس شيخ محمد طاووس طارق، د چارو ادارې لوی رياست او پوهنې وزارت يو شمېر نورو رئيسانو او مسؤولينو ګډون کړی و.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست مرستيال مولوي سيف الدين تائب وويل، اسلامي امارت د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه هڅه کوي چې د حکومت په ټولو برخو کې اداري پروسې ساده کړي، خلکو ته اسانتياوې رامنځته کړي، د وخت د ضياع او بې ځايه لګښتونو مخه ونيسي، چې په دې سره د امارت او ولس واټن له منځه ځي.

ښاغلي تائب وويل، هغه هيوادونه چې د حکومتولۍ اداري پروسې يې ساده وي؛ د نورو هيوادونو په نسبت زيات پرمختګ کوي او په وينا يې اړينه ده چې د افغانستان د پرمختګ لپاره په ډېرو برخو کې کار وشي.

په غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې عمومي رئيس شيخ محمد طاووس طارق پخپله وينا کې وويل يادې ادارې د اسلامي امارت له بيا واکمنۍ راهيسې تر اوسه په ۱۳ وزارتونو کې د ملکي خدمتونو ۹۴۲ پېچلې اداري پروسې ساده کړي دي او په وينا يې چې د روان کال تر پايه به په ۲۵ وزارتونو او خپلواکو ادارو کې پېچلې پروسې تثبيت کړي او وروسته به يې د ساده کولو عملي بهير پيل کړي.

د يادونې وړ ده چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د يوه هوکړه ليک پر بنسټ د پوهنې وزارت په بېلابېلو رياستونو کې د نږدې لسو مياشتو په موده کې د ملکي خدمتونو اړوند ۱۳۶ پروسې په نښه او ساده کړې.

دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوې وه، د خير په دعا پای ته ورسېده.