د کابينې نوولسمه غونډه: راستانه شويو مهاجرينو ته د ځمکو وېش لړۍ پر چټکتيا بحث شو

د افغانستان اسلامي امارت د کابينې نوولسمه غونډه د رئيس الوزراء ښاغلي الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ نن دوشنبه (۱۴۴۶ سپوږميز کال د شوال المکرم ۱۶مه/ وري ۲۵مه نېټه) ترسره شوه، چې په کې د يو شمېر موضوعاتو په اړه بحث وشو.
دا غونډه چې د قرانکريم په تلاوت پيل شوه، په کې د هيواد په مهمو، اقتصادي، ټولنيزو او فرهنګي موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.
د کابينې په دې غونډه کې د مهاجرينو عالي کميسيون ته دنده وسپارل شوه چې د هيواد په هغو ولايتونو کې چې د مهاجرينو لپاره په کې ښارګوټو ته ځمکې تثبيت شوي دي؛ مستحقو او په شرايطو برابرو راستانه شويو مهاجرينو لپاره دې د ځمکو د توزیع لړۍ پيل شي، ترڅو د ځان لپاره د سر پناه کارونه پيل کړي.
همدا راز د ياد کميسيون ټولې کمېټې مکلفې کړل شوې چې د راستانه شويو مهاجرينو اړوند خپلو چارو ته متوجه شي او په تثبيت شويو ښارګوټو کې خپلې دندې ترسره کړي.
په دې غونډه کې د احصائيې او معلوماتو ملي ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په ایران هیواد کې میشتو افغانانو د هویت د تثبيت لپاره دغه هېواد ته یو ټیم ولیږي تر څو خپلو هیوادوالو ته د پیژندپاڼو او پاسپورټ اخیستلو، تعلیم کولو او نورو برخو کې اسانتياوې رامنځته شي.
د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.