د ۱۴۰۴ مالي کال د خریداري پروسې د لارښود په اړه ګډه ناسته وشوه

د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو ریاست مرستیال مولوي هدایت الله رسولي په مشرۍ د خریدارۍ هيئت غړو او د چارو ادارې مختلفو ریاستونو د خریدارۍ استازو سره د ۱۴۰۴ هجري شمسي کال د خریدارۍ پروسې د لارښود په اړه ګډه ناسته وشوه.
دا ناسته نن یکشنبه (شوال المکرم ۱۵مه/وري ۲۴مه) د چارو ادارې لوی ریاست د غونډو په تالار کې ترسره شوه.
په غونډه کې د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو رياست مرستیال مولوي هدایت الله رسولي وویل چې د تدارکاتو ریاست سره له يو شمېر مشکلاتو، په ۱۴۰۳ هجري شمسي کال کې یې ښې لاسته راوړنې درلودې او په تدارکاتي برخه کې یې درې میلیونه افغانۍ سپما کړې ده.
په دې ناسته کې د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتي خریدارۍ مسؤولینو د خریدارۍ پروسې په اړه د لارښود پر بنسټ د پرېزنټېشن په بڼه معلومات وړاندې کړل او ګډونوالو هم خپل نظرونه شریک کړل.
د چارو ادارې لوی ریاست د تدارکاتو مرستیال زیاته کړه چې د ریاستونو خریدارۍ هیئت باید په بشپړه پوهه خریداري وکړي، د نرخونو په اخیستلو کې جدي پاملرنه وکړي او ډاډ یې ورکړ چې د تدارکاتو ریاست د خریدارۍ په برخه کې له ټولو ریاستونو سره همکاري کوي.
دا ناسته چې د قرانکریم په تلاوت سره پیل شوې وه، د خیر په دعا پای ته ورسېده.