د ملي تدارکاتو رياست د پکتيا ولايت د ګاويان بند د جوړولو پروژې افر پرانيسته وکړه

 

د چارو ادارې لوی رياست د ملي تدارکاتو رياست د پکتيا ولايت د ګاويان بند د جوړولو پروژې د افر پرانيستې پلاوي په وړاندې او د داوطلب شرکتونو استازو په حضور کې ترسره کړه.

دغه غونډه نن شنبې د(شوال المکرم ۷مه/وري ۱۶مه) د ملي تدارکاتو د خبرو په تالار کې جوړه شوي وه په پیل کې د ملي تدارکاتو رياست مرستيال شیخ عبدالرحيم رحيمي وويل اسلامي امارت د ملت په ګټه کار کوي هر شرکت چې په مناسب قيمت قرارداد وړاندې کړي هغه شرکت ګټونکی بلل کېږي.

همدا راز يې زياته کړه، موږ بايد خپلې کاري پروژې په پوره اخلاص او صداقت سره سرته ورسوو او له هر ډول فساد څخه پکې ډډه وکړو هغه وویل چې د هېواد په ملي پروژو کې اخلاص او کار کول به له هېواد څخه بهر افغان سوداګر هېواد کې پانګونې ته وهڅوي.

نوموړي د افر پرانيستي داوطلبو شرکتونو استازو ته ډاډ ورکړ چې د داوطلبۍ پروسې په شفافه توګه ترسره کېږي او د هيچا حق نه ضايع کېږي او حق به خپل حقدار ته سپارل کېږي.

دا غونډه چې د قران کریم په تلاوت پیل شوي وه د خیر په دعا پای ته ورسېده